د لاس رسي وړ اتصالات

العبادي: د داعش پر ضد یواځې هوایي بریدونه کفایت نکوي


د عراق صدراعظم حیدر العبادي وایي "مونږ غواړو چې د زده کړو او د وسلو د لیږد پروسه گړندۍ شي."
د عراق صدراعظم حیدر العبادي وایي "مونږ غواړو چې د زده کړو او د وسلو د لیږد پروسه گړندۍ شي."

د عراق صدراعظم حیدر العبادي وایي د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې د امریکا په مشرۍ هوایي بریدونه ډیر موثر دي، خو د هغه حکومت له نړیوالې ټولنې څخه زیاته توقع لري.

ښاغلي العبادي د امریکا پر مشرۍ له نړیوال ایتلاف او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د جگړې د گټلو لپاره د دې هیواد سره لا زیاته مرسته وکړي.

هغه وایي چې وعده شوې مرستې تر دې دمه د عراق د بېړنیو اړتیاو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

د اسوشیتید پرس سره په بغداد کې په یوه مرکه کې ښاغلي عبادي وویل چې ایتلافي ځواکونه په څو عمده موضوعگانو باندې ولاړ دي په ځانگړې توگه د عراقي ځواکونو د روزنې او وسلو د استولو په تعهدونو باندې.

ښاغلی عبادي وایي " مونږ تر ډیره حده په دې کار کې ځانته یو." او زیاتوي چې "زیات څه ویل شوي او ویل کیږي، خو په عمل کې ډیر کم څه شوي."

ښاغلي عبادي لندن ته د تگ پر وخت دغه خبرې وکړې چې هلته د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د پنجشنبې په ورځ د عربي هیوادونو او د امریکا د برنیو چارو د وزیر په گډون د شاو خوا شلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ورځنۍ غونډه کې گډون وکړي.

یو کال دمخه په همدې میاشت کې د فلوجه ښار په سقوط سره د اسلامي دولت ډله د عراق په گوټ گوټ کې وځلیده. د جون په میاشت کې سخت دریځو د عراق دوهم ستر ښار موصل ونیو او بیا یې جنوب ته د بغداد په لور گام پورته کړ او په شمال او لویدیځ کې یې هغه سیمې ونیولې چې سني مذهبه په کې اکثریت دي. عراقي پوځ له گډوډۍ سره مخامخ شو، سرتیري د جگړې له ډگر څخه پر شا شول او درندې وسلې یې پریښودې چې وروسته بیا د یاغیانو لاس ته ورغلې.

ولسمشر بارک اوباما په خپله کلنۍ وینا کې د سه شنبې په ماښام وعده وکړه چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره پوځ ته د نوې اجازې لپاره به د امریکا له کانگرس سره له نژدې کار وکړي.

د نومبر په میاشت کې ښاغلي اوباما د عراقي ځواکونو د پیاوړتیا په مقصد هغه هیواد ته د١٥٠٠ نورو سرتیرو د استولو امر وکړ او په دې توگه په عراق کې د میشتو امریکایي ځواکونو شمیر یې ٣١٠٠ تنو لوړ کړ. پنتاگون کانگرس ته د یو عشاریه شپږ میلیاردو ډالرو د لگښت وړاندیز وکړ چې د عراقي او کردي ځواکونو په روزلو او وسله وال کولو یې ولگوي.

د پنتاگون د نومبر د میاشتې د یو سند له مخې امریکا غواړي د ٨٩ عشلریه درې میلیونو ډالرو په بیه وسلې او نور وسایل د عراق د پوځ نهو لیواگانو باندې وویشي.

دا په داسې حال کې دي چې د عراق صدراعظم العبادي وایي " مونږ غواړو چې د زده کړو او د وسلو د لیږدولو پروسه گړندۍ شي."

هغه زیات کړه چې عراق په پخله خاوره کې هیڅ بهرنی سرتیری نه غواړي خو وایي "مونږ ملاتړ او لوژستیکي چارو ته اړتیا لرو." هغه دا هم وایي چې "مونږ جدي هڅه کوو چې منابع ترلاسه کړو چې وسلې راونیسو."

نوموړي چې د سپتمبر په میاشت کې د صدراعظم په توگه دنده ترلاسه کړه وایي "مونږ د خپلې اردو او جنگیالیو لپاره د وسلو او مهماتو په ترلاسه کولو کې ځانته پریښول شوي یو، مونږ د زیات څه تمه لرو."

دا په داسې حال کې دي چې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد ایتلاف لپاره د امریکا استازی جنرال جان الن چې تیره اونۍ بغداد تللی و، ویلي یې وو چې سلاکار او مرستندویه ټیمونه د عراق د پوځ د ١٢ لیواگانو د روزنې او په وسله د سمبالونې په هڅه بوخت دي چې هغوی د فلوجه او موصل د بیرته نیولو لپاره اماده کړي. خو هغه دا ومنله چې پر دغو دوو ښارونو باندې د برید لپاره کومه مشخصه نیټه نه ده ټاکل شوې.

بلخوا د عراق صدراعظم بیا وایي چې هیواد یې د امریکا پر مشرۍ د هوایي کمپاین څخه خوښ دی " له هوا څخه بمباري ډیره موثره ده" خو زیاتوي چې " مونږ له هوایي کمپاین څخه منندوی یو چې زمونږ د پوځ ملاتړ کوي، خو زما په اند تاسې په ډگر کې له واقعي جگړې پرته ډیر څه نه شی ترلاسه کولای."

له لندن څخه وروسته العبادي په نړیواله اقتصادي غونډه کې د گډون لپاره د سویس هیواد د داوس ښار ته ځي.

XS
SM
MD
LG