د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوکراین ته دپوځي تجهیزاتو د ورکولو فیصله نه ده کړې


د اوکراین په ختیځ کې د اوکراین د پوځ او بیلتون غوښتونکو ترمنځ جګړه روانه ده
د اوکراین په ختیځ کې د اوکراین د پوځ او بیلتون غوښتونکو ترمنځ جګړه روانه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امریکا تر اوسه دا پریکړه نه ده کړې چې د اوکراین حکومت ته وسلې او تجهیزات ورکړي او که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د دوشنبې په ورځ دغه خبره ورسته له دې نه وکړه چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو رپوټ خپور کړ چې پکښې راغلي و چې د امریکا حکومت په دې باندې غور کوي چې د اوکراین حکومت ته وسلې ورکړي او که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې جین ساکي د بهرنیو چارو په وزارت کې خبریالانو ته وویل چې تر اوسه پورې په دې اړه پریکړه نه ده شوې خو بحث پرې روان دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې ولسمشر اوباما تر اوسه پورې یوکراین ته د وسلو او مهماتو د ورکولو په اړه پریکړه نه ده کړې خو د ولسمشر اداره د پوځي مرستو په اړه غور کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپانه د امریکايي چارواکو له قوله، چې نومونه یې نه دې اخیستي، ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر مارتین دیپمسي او د ولسمشر اوباما د ملي امنیت سلاکاره سوسن رایس دې ته اماده دي چې په دې خبرې وکړي چې د اوکراین د پوځ سره د [وژونکو] پوځي تجهیزاتو مرسته وکړي او که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي دا خبره هم کړې ده چې امریکا په اوکراین کې د تشدد د پيښو د ډیریدو، او د بیلتون غوښتونکو لخوا د نورو سیمو د نیولو په اړه تشویش لري.

اغلې ساکي په اوکراین کې د ملکیانو او پوځیانو د تلفاتو د زیاتیدو په اړه هم تشویش څرګند کړ.

د اوکراین په ختیځ کې د دونتڅک او لوهانسک په سیمو کې جګړې زور اخیستی دی.

د دوشنبې په سهار، د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د طرفدارو بیلتون غوښتونکو یو مشر د عمومي تیارسۍ یا جګړې ته د ټولو د اماده کولو اعلان وکړ. د دغه کار نه هدف دا دی چې بیلتون غوښتونکي غواړي چې د خپلو وسله والو شمیر ۱۰۰،۰۰۰ ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG