د لاس رسي وړ اتصالات

ختیځ زون کې پنځوس زره ماشومان له واکسین پاتې شوي


په ختیځ زون کې په لسګونه زره ماشومان دګوزڼ له واکسین پاتې شوي او چارواکو اندېښنه ښوودلې که ستونزه اواره نه شي نو نور ولایتونه به هم له خطر سره مخ شي.

دیرش زره کوچنیان په ننګرهار، ۱۲ زره په کونړ اوله څلورویا پنځه زره دنورستان په ولایت کې هر کمپاین له واکسینو بې برخې پاتې کیږي.

ددغه ولایت روغتیايي چارواکي وايي دتېرو څلورو کلونو راهیسې دکمپاین په هره دوره کې تر دولس زره ماشومان دګوزڼ له واکسینو پاتې کېږي.
ددغه ولایت روغتیايي چارواکي وايي دتېرو څلورو کلونو راهیسې دکمپاین په هره دوره کې تر دولس زره ماشومان دګوزڼ له واکسینو پاتې کېږي.

ددغه سیمو له ډلې ننګرهار یو له هغه ولایتونو دی چې یواځې په غني خېلو ولسوالۍ کې یې وسله والو طالبانو په زغرده د واکسینو د مخنوي اعلان کړی دی.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال امریکا غږ ته وویل، چې په لسګونه زره ماشومان یې له تېرو څو میاشتو راهیسې ندي واکسین شوي.

هغه وايي دا کار طالبانو کړی او له ګڼو هڅو وروسته یې هم پر تطبق ندي بریالي شوي «دغني خېلو په ولسوالۍ کې دتېرو درې میاشتو راهیسې دیرش زره ماشومان له واکسینو پاتې شوي دي.»

هغه اندېښنه ښيي او وايي که ددغه مسلې ژر تر ژر دحل لاره راونه وځي نو نژدې ولسوالۍ او ان ګاونډي ولایتونه هم له ستر خطر سره مخ کېدلی شي.

څه موده وړاندې طالبانو اعلان کړی وو،چې که حکومت په غني خېلو ولسوالۍ کې ددوی دموټر سایکلو چلونې ته اجازه ورکړي دوی هم تیار دي،چې ماشومان واکسین شي.

خو ددغه ولایت مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال له امریکا غږ سره په خبرو کې له طالبانو پر ته دځینو نورو لاملونو خبره هم وکړه.

هغه روښانه نه کړه، چې ستونزه چرته او په چا کې ده .

هغه وايي، « یواځې دغه ستونزه نده ځینې نورې ستونزې هم شته،چې دواکسینو مخنیو په دغه ولسوالۍ کې شوی دی،خو مونږ خپلې هڅې جاري ساتو او کېدای شي ازاد شي.»

دیرش زره کوچنیان په ننګرهار، ۱۲ زره په کونړ اوله څلورویا پنځه زره دنورستان په ولایت کې هر کمپاین له واکسینو بې برخې پاتې کیږي.
دیرش زره کوچنیان په ننګرهار، ۱۲ زره په کونړ اوله څلورویا پنځه زره دنورستان په ولایت کې هر کمپاین له واکسینو بې برخې پاتې کیږي.

ښاغلي ګردیوال په سیمه کې د موټر سایکلو پر بندښت ټینګار وکړ او ویې ویل په هېڅ قیمت هم د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د کونړ په څلورو ولسوالیو کې هم ځينې وسله والې ډلې او د سوات له سیمې راغلي کډوال د واکسینو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

ددغه ولایت روغتیايي چارواکي وايي د تېرو څلورو کلونو راهیسې د کمپاین په هره دوره کې تر دولس زره ماشومان د ګوزڼ له واکسینو پاتې کېږي.

د نورستان کامدېش ولسوالۍ کې هم ځینې وسله وال سړي د واکسینو مخه نیسي،چې د روغتیايي چارواکو په وینا له څلور تر پنځه زره ماشومان پکې له تېرو پنځه کالو راهیسې محروم پاتې شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په نورو سیمو کې د خپلو ملګرو دغه ډول مخه نیونه نه مني او وايي یواځې په غني خېلو ولسوالۍ کې طالبانو واکسین بند کړي دي.

نوموړی وايي په ګڼو سیمو کې طالبان له رضا کارانو سره د واکسین په تطبق کې مرسته هم کوي، خو په غني خېلو کې یې ځکه ممانعت کړی چې موټر سایکلې پرې حکومت بندي کړي دي.

په همدې حال کې ولسي خلک غوښتنه لري، چې وسله وال دې د ماشومانو د ژوند ژغورنې روانې هڅې نه ناکاموي.

مرسل، چې په ننګرهار ولایت کې اوسي، د هغه کورنیو پر راتلونکي غږېږي،چې په اوسنیو حالاتو کې د غربته خپل ماشومان له نه پیسو تر روغتونه هم نه رسوي.

هغه وايي:«زمونږ داسې کورنۍ دي،چې دخپلو بچو دعلاج وس نه لري، دغه واکسین دي،چې هم مفت دي او هم ماشومان ژغورلی شي.که چرته دغه واکسین ونه شي نو غریبې کورنۍ به څه کوي ماشومان به یې وژل کیږي،نو هېله ده که طالبان وي که حکومت باید دغه مسله حل شي.»

ځايي خلک غوښتنه کوي،چې حکومت او طالبان دې خپل قهر په ولسي خلکو نه سړي او ددوی دماشومانو راتلونکي ته دې پام وکړي.

لویه ننګونه داده،چې که دختیځ په کچه ددغه لسګونه زره ماشومانو راتلونکی په شته حالت پاتې شي،نو لرې نده،چې په نژدې راتلونکي کې دنوي نسل ګڼ وګړي دفلج په ناعلاجه ناروغۍ دخپلو کورنیو داوږو بار وکرځي.

دننګرهار روغتیايي چارواکو اندېښنه ښوودلې،چې که دغني خېلو په ولسوالۍ کې دګوزڼ ضد واکسینو پر وړاندې دوسله والو طالبانو دریځ رانرم نه شي نو ګاونډ کې پرتو ولسوالیو او ان ختیځو ولایتونو ته دسر درد جوړولی شي.

څه باندې درې میاشتې کېږي،چې وسله والو طالبانو په غني خېلو ولسوالۍ کې دواکسینو پر وړاندې خپله کرکه ښوودلې او خبرداری یې ورکړی ،چې که حکومت ورته دموټر سایلو دچولونې اجازه ورنه کړي واکسینو ته اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG