د لاس رسي وړ اتصالات

رضاخان. د افغانستان د کریکټ کاکا


کریکټ لوبه په اسیايي هیوادونو کې د جنون تر حده مینه وال لري. داسې مینه وال هم وي چې د خپل ملي ټیم یوه سیالي هم نه پریږدي او لیدو ته ېې ځان رسوي .په پاکستان ،هند ،بنگله دیش او سري لنکا کې د کرکټ داسې مینه وال شته چې د کرکټ د چاچا،ماما او آشنا په نوم یادیږي. دوي د خپلو ملي بیرغونو ،د ملي ټیم د لباسونو، خپل ملي رنگونو او شعارونو سره د کرکټ میدان کې حاضر وي او د کرکټ لوبغاړي او هلته موجود نور تماشیان د لوبې گټلو او تشویقولو ته هڅوي.

رضاخان کاکا هر موسم او حالت کې ېې ځان د کرکټ میدان ته رسولی او د خپل ملي بیرغ ، د وطني لباس او احساس سره د خلکو منځ کې دریدلی او د لوبې ترپایه ېې نعرې وهلي او خلک ېې هڅولي
رضاخان کاکا هر موسم او حالت کې ېې ځان د کرکټ میدان ته رسولی او د خپل ملي بیرغ ، د وطني لباس او احساس سره د خلکو منځ کې دریدلی او د لوبې ترپایه ېې نعرې وهلي او خلک ېې هڅولي

د افغانستان کرکټ ملي ټیم هم داسې یو مینه وال لري چې هر چرته چې د ده وس او توان وي ځان رسوي. دا مینه وال شپیته کلن رضا خان نومیږي،چې د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ دی او دا وخت په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي او د کرکټ سره ېې د تیرو لسو کالو نه مینه ده. رضاخان کاکا وايي چې په عربي اماراتو کې به خلک د هند او پاکستان سیالیو لیدو ته ورتلل او د خپلو ټیمونو په ملاتړ به ېې نعرې وهلې، نو ده هم ارمان درلودو چې افغانستان هم د کرکټ ملی ټیم ولري او دی هم د خپل ملي ټیم په ملاتړ ،ملي بیرغ په لاس میدان ته ورشي

د رضا خان کاکا دا ارمان د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پوره کړو او دوي د شارجې،دوبۍ ،ابوظهبي په میدانو د کرکټ د مینه والو په مخکې ډیرې ښکلې لوبې وکړې. همدې لوبو رضاخان کاکا خان د کرکټ داسې مجنون او عاشق کړو چې هر موسم او حالت کې ېې ځان د کرکټ میدان ته رسولی او د خپل ملي بیرغ ، د وطني لباس او احساس سره د خلکو منځ کې دریدلی او د لوبې ترپایه ېې نعرې وهلي او خلک ېې هڅولي.

رضا خان کاکا د امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې وویل چې ده خپل دې شوق دپاره ډیر تاوانونه هم گاللي. خپل کار روزگار ېې پریښی. یو ځل خو کابل کې د کرکټ سیالۍ ته ناست و او بیرون ېې موټر غلو وړی و. هغه دا هم وايي چې دی کرکټ مینه وال هم ده سره ډیره مینه لري او ده ته د کرکټ کاکا وايي. د مینه والو نه علاوه د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي هم د ده ډیرد قدر په سترگه گوري او هر وخت چې ممکن وي د کرکټ ملي ټیم سره یو ځای کیږي او عکسونه ورسره اخلي.

رضا خان کاکا او شاهپور ځدران
رضا خان کاکا او شاهپور ځدران

رضا خان کاکا وايي چې اوس دی دومره مشهور شویدی چې خلک ېې لیدو ته راځي. عکسونه ورسره اخلي او د ده په مینه ویاړ کوي. رضا خان کاکا کرکټ د افغانستان دپاره د سولې ،محبت او ملي وحدت یوه وسیله بولي . هغه وايي چې همدې کرکټ برکت دی چې افغانستان په نړۍ کې په یو ښه نوم پیژندل کیږي او دی غواړي چې د کرکټ د نوم سره دی هم یاد شي.

.په پاکستان ،هند ،بنگله دیش او سري لنکا کې د کرکټ داسې مینه وال شته چې د کرکټ د چاچا،ماما او آشنا په نوم یادیږي
.په پاکستان ،هند ،بنگله دیش او سري لنکا کې د کرکټ داسې مینه وال شته چې د کرکټ د چاچا،ماما او آشنا په نوم یادیږي

رضاخان کاکا په کابل او عربي اماراتو کې د کرکټ د میدانونو نه پس غواړي چې نورو ملکونو کې هم د خپل ملي ټیم سره ووسي. هغه په بنگله دیش کې د اسیا جام د سیالیو په مهال د کرکټ ټیم سره د مل کیدو کوشش کړی و، د پیسو بندوبست هم شوی و،خو ویزه ېې په وخت رانغله. خو اوس چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په اسټرالیا او نیوزي لینډ کې د کرکټ په نړیوال جام کې په لومړي ځل برخه اخلي او د ټولې نړۍ پام د افغانستان ټیم ته دی، نو دی هم غواړي چې د افغانستان د ملي اتلانو سره د کرکټ دا کاکا هم ووسي او دنیا د ده په لاس کې بیرغ، په سر پگړۍ او په خوله افغانستان نعره واوري.

رضا خان کاکا انتظار کوي او دعا کوي چې د افغانستان کرکټ ملي ټیم د نړیوال جام په سیالیو کې ښه وځلیږي او د افغانستان نوم نور هم روښانه شي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG