د لاس رسي وړ اتصالات

داوکراین په ختیځ کې د اوربند دنه مراعتولو په اړه اندیښنې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د بیلتون غوښتونکو لخوا د اوربند نه ۱۲۹ سرغړونې ثبت شويدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د بیلتون غوښتونکو لخوا د اوربند نه ۱۲۹ سرغړونې ثبت شويدي.

امریکا وايي چې د اوکراین په ختیځ کې د دیبالتسېف د ښار دننه او دباندې د وضعیت د خرابیدو په اړه «ژوره اندیښنه» لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ ویلي دي چې د یکشنې د ورځې تر ناوخته د روسیې د طرفدارو بیلتون غوښتونکو لخوا د اوربند نه ۱۲۹ سرغړونې ثبت شويدي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي دغه سرغړونې ذکر کړی دی چې د اوکراین حکومت یې د «تیري اعمال» ګني او وايي چې سرغړونې هغه اوربند په خطر کې اچوي چې تیره اونۍ د روسیې، اوکراین، جرمني او فرانسې لخوا ورباندې توافق وشو.

د بیلتون غوښتونکو یو قوماندان، ایدوارد باسورین د یکشنبې په ورځ وویل چې یاغیان به د دیبالتسېف په ښار کې اوربند مراعت نه کړي.

د سې شنبې په سهار هم داسې نښې نښانې نه تر سترګو کیدي چې یاغیان به په خپلې پریکړې د سره غور وکړي.

اوربند چې یوه ورځ کیږي چې نافذ شوی هغه مهال مات شو چې د روسیې طرفدارو بیلتون غوښتونکو او د اوکراین پوځ د دیبالتسېف په ښار کې په یو بل باندې د درنو وسلو ډزې وکړي.

د دیبالتسېف ښار چې د اورګاډو د مرکز په توګه هم پيژندل کیږي او د دغه ښار اورګاډي د لوهانسک او دونتڅک سیمې سره نښلوي. ښار د اورکراین د پوځ په لاس کې دی خو د بیلتون غوښتونکو لخوا محاصره شوی دی.

بیلتون غوښتونکو ویلي دي چې د دیبالتسېف نه د اوکراین پوځیانو ته د وتلو خوندي لاره برابروي خو په دې شرط چې پوځیان خپلې وسلې دوی ته ورتسلیم کړي.

خو اوکراین سمدستې دغه وړاندیز رد کړ. اورکراین وايي چې د دیبالتسېف ښار د تیرې اونۍ د اوربند په هغه ساحې کې راځي.

د اوربند په اساس، دواړه خواوي باید خپلې درنې وسلې د لومړۍ کرښې نه پر شا کړي. خو یو اړخ هم دې ته تیاري نه ده ښودلې چې خپلې درنې وسلې دې د لومړۍ کرښې نه په شا کړي.

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل غوښتنه کړې ده چې د اوربند درناوی دې وشي.

د جرمني صدراعظمې وویل چې «وضعیت ډیر حساس دی. په تیره بیا د دیبالتسېف وضعیت، داسې نه و چې د دې توقع نه کیدله. خو بیا هم زه غوښتنه کوم او هر بل کس [دا غوښتنه کوي] چې اوربند دې مراعت شي.»

د اوکراین د پوځ ویاند اندري لوسینکو ویلي دي چې د هغه وخت نه چې اوربند باید ټینګ شوی وای په پوځ باندې ۱۱۲ ځلي بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG