د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا د لیبیا په اړه بیړنۍ غونډه کوي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د چهارشنبې په ورځ د لیبیا په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.

په لیبیا کې د اسلامي دولت ډلې ادعا کړې ده چې د ۲۱ مصري قبطي عیسویان یې اعدام کړي دي. دغه ډلې د اعدام شوو عیسویانو ویډیو هم په انټرنیټ خپره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر زید رعد الحسین پرون وویل چې د مصري عیسویانو عامه وژنه یو «رټلی جنایت دی چې د مذهب په بنیاد خلګ یې هدف» ګرځولي دي.

هغه د لیبیا د خلګو نه وغوښتل چې د افراطیانو خلاف، چې په خلکو باندې د قوم او مذهب په اساس بریدونه کوي، یو موټي شي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د سې شنبې په ورځ د امنیت د شورا نه غوښتنه وکړه چې په لیبیا کې دې د پوځي دخالت اجازه ورکړي.

مصر په لیبیا کې د اسلامي دولت د ډلې په اهدافو باندې بریدونه کړيدي.

په واشنګټن کې، د امریکا، بریتانیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا او هسپانیې په لیبیا کې ټول تروریستي اعمال غندلي دي.

د عامه وژنې تور

په ملګروملتونو کې د عراق سفیر د اسلامي دولت په ډلې د عامه وژنې تور ولګاوه. محمد علي الحکیم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چې «دغه تروریستي ډلې په ټولو بشري ارزښتونو تیری کړی. دوی د عراق د خلګو خلاف. . . کرغیړن تروریستي اعمال ترسره کړي دي.»

ښاغلي الحکیم زیاته کړې ده چې «دغه په حقیقت کې، د بشرت خلاف د عامه وژنې جنایات دي او نړیوال عدلې سیستم باید [د دغو ډلو] ورسره حساب وکړي.»

د عراق سفیر داسې وخت خبرې کولاې چې رپوټونه خپاره شويدي چې د عراق د البغدادي په سیمې کې د لسګونو کسانو مړي، چې سوځیدلي دي، پیدا شوي دي. دغه ښارګوټی څو ورځې مخکې د اسلامي دولت ډلې ونیوی.

د ملګروملتونو د امنیت په شورا باندې فشار زیات شوی دی چې باید چټک اقدام وکړي.

د امنیت د شورا د بیړنۍ غونډې د کیدو غوښتنه اردن کړې ده. څه موده مخکې، د اسلامي دولت ډلې د اردن یو پيلوټ ژوندی سوځولی و.

څو ورځې مخکې، د اسلامي دولت د ډلې وسله والو یوه ویډیو خپره کړې چې پکښې په لیبیا کې د عیسوي مصریانو سرونه قطع کوي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر هم نیویارک ته تللی دی. د مصر ولسمشر پرون د امنیت د شورا نه غوښتنه وکړه چې په لیبیا کې دې د نړیوالې پوځي مداخلې اجازه ورکړي.

د یاغیانو روزنه

امریکا او ترکیې د سوریې د منځلارو یاغيانو د روزنې او تجهیز په سر موافقې ته نږدې شویدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د موافقې په اړه نور جزییات ورنکړل. خو دا خبره یې وکړه چې هیله لري چې موافقه به ژر لاسلیک شي.

د امریکا د دفاع د وزارت چارواکو ویلي دي چې هیله لري چې ۱۰۰۰ امریکايي روزنکي به د مارچ په میاشته کې واستوي چې د کاله به تر ۵۰۰۰ یاغیان وروزي.

د سوریې منځلارو یاغیانو ته به په ترکیې، قطر او سعودي عربستان کې د روزنې زمینه مساعده شي.

بل پلو ته، د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې پرون ویلي دي چې د سوریې حکومتي قواوو، چې د لبنان د حزب الله د ډلې د وسله والو ملاتړ ورسره دی، د حلب ښار ته نږدې د یاغیانو نه څو کلي نیولي دي. د سې شنبې د ورځو په جګړو کې د تلفاتو به اړه څه نه دې ویل شوي.

XS
SM
MD
LG