د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د اسلام سره په جګړې کې نه یو


اوباما د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د تشدد نه د ډک افراطیت په ضد په جوړ شوي کنفرانس کې خبرې وکړي.
اوباما د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د تشدد نه د ډک افراطیت په ضد په جوړ شوي کنفرانس کې خبرې وکړي.

ښاغلي اوباما وايي چې «موږ د اسلام سره په جګړې کې نه یو، موږ د هغو خلګو سره چې اسلام یې منحرف کړی په جګړې کې یو.»

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د نړۍ د مدني او مذهبي مشرانو څخه وغوښتل چې د «افراطیت د قصدي خطا ایستلو» په ضد جګړې کې دې متحد شي او هغه تصور یا خیال دې رد کړي چې ګوندي تروریستي ډلې د اسلام استازیتوب کوي.

ولسمشر اوباما چې د چهارشنبې په ورځ یې په واشنګټن کې د تشدد نه د ډک افراطیت په ضد د مبارزې لپاره په جوړ شوي کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې «دوی غواړي چې ځانونه مذهبي مشران، یا مجاهدین، وښيي. دوی مذهبي مشران نه دي، دوی تروریستان دي.»

ښاغلي اوباما وویل چې «موږ د اسلام سره په جګړې کې نه یو، موږ د هغو خلګو سره چې د اسلام یې منحرف کړی په جګړې کې یو.»

ښاغلي اوباما د درې ورځنې کنفرانس ګډونوالو ته وویل چې د افراطیت خلاف جګړه یوازې د پوځي قوت له لارې نه شي ګټل کیدی.

هغه د پیژندل شوو مسلمانانو څخه غوښتنه وکړه چې نورې هڅې دې هم وکړي او ځانونه دې د دې وحشیانه ایدیالوژیو نه لیرې کړي. هغه وویل ټول افراد دا وظیفه لري چې «په واضح ډول» د بې ګناه خلګو خلاف د تشدد په ضد غږ پورته کړي.

ولسمشر اوباما وویل چې «د مسلمانانو مشران دې ته اړتیا لري چې ډیر څه وکړي چې دغه نظر چې ګوندي زموږ هیوادونه مصمم دي چې اسلام وځپي بې اعتباره کړي.»

کنفرانس داسې وخت جوړیږي چې امریکا او ملګري یې په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف په مبارزې بوخت دي او په دې ورستیو کې، په استرالیا، کاناډا، فرانسې او ډنمارک کې بریدونه تروریستي بریدونه هم شوي دي.

د واشنګټن په درې ورځني کنفرانس کې د ۶۰ هیوادونو چارواکو برخه اخیستې ده. همداراز په دغه کنفرانس کې د امریکا د بیلابیلو سیمو نه روحاني مشرانو او د پولیسو چاروکو هم ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG