د لاس رسي وړ اتصالات

د نتنیاهو لیکود گوند د اسرائیل انتخابات وگټل


د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو

د اسرائیل د صدراعظم بنیامن نتنیاهو وایي په راتلوونکو دوو یا دریو اونیو کې به حکومت جوړ کړي. دا به په ټاکنو کې د هغه د لیکود گوند د بریالیتوب وروسته د صدراعظم په توگه د هغه څلورم ځل وي چې د اسرائیل د حکومت مشري کوي.

د اسرائیل په پارلمان کې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره ٦١ څوکۍ ضروري دي. د ښاغلي نتینیاهو د حکومت یو عمده ایتلافي گوند به د کلانوو گوند وي چې لس څوکۍ یې په ټاکنو کې ترلاسه کړي دي.

اوس چې نژدې ټولې رایی شمیرل شوي د لیکود گوند دیرش څوکۍ گټلي او د هغه نژدې سیال گوند صهونیست یونین ٢۴ څوکۍ ترلاسه کړي دي.

د اسرائیل د صدراعظم د لیکود گوند د نژدې سیال صهونیست یونین گوند مشر اسحاق هرڅوگ، په ټاکنو کې خپله ماتې ومنله او ویې وویل چې هغه د تلیفون له لارې ښاغلي نتنیاهو ته د بریالیتوب مبارکي ورکړې ده.

هغه خبریالانو ته وویل چې گوند به یې د اسرائیل ولس ته د اپوزیسیون په توگه خدمت ته دوام ورکړي.

په دې ترڅ کې د فلسطین د ادارې یو لوړپوړي چارواکي عبدالله عبدالله د اسرائیل د انتخاباتو پر نتایجو باندې نا هیلي څرگنده کړې ده.

ښاغلي عبدالله وویل "بدبختانه داسي ښکاري چې لیکود گوند حکومت جوړوي، او معنی دا چې پخوانی تگلاره به ادامه پیدا کوي. نتانیاهو د خپل کمپیان په وروستیو ورځو کې ډیر واضح وویل چې دی به هیڅکله پرینږدي چې یو فلسطینی دولت جوړ شي، او دی به د نیول شویو سیمو څخه یو سانتي میتر هم په شا نه شي، او بیت المقدس به یوموټی، یوازي د اسرائیل پلازمینه وي. معنی دا ده چې د د سولې د خبرو اترو ټولې دروازې بندې شوې.

کله چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جن ساکې څخه د نتانیاهو ددې څرگندونو په اړه وپوښتل شول چې فلسطیني دولت ته د جوړیدو اجازې ورنکړي، هغې وویل امریکا به دوو هیوادونو د حل لار په لور د کارکولو پالیسي ته ادامه ورکړي.

هغې وویل " د دوو هیوادونو په حل لار باندې زموږ موقف ډیر واضح دی. یوازي د دوو هیوادونو جوړیدل چې یو با امنه اسرائیل د یو خپلواکه او ازاد فلسطین په خوا کې وي، سیمې ته ثبات او سوله راوستلی شي. موږ به د اسرائیل د نوي حکومت سره او د فلسطیني دارې سره په همدې پالیسی کار کوو.

د سپینې ماڼی ویاند جوش ارنیسټ وویل ولسمشر اوبما مطمعنه دی چې د امریکا او اسرائیل اړیکې د اسرائیل د پارلماني ټاکنو تر پایلو لوړې دي، او په دې پورې ارتباط نه لري چې څوک بریالي کیږي.

ښاغلي ارنیسټ زیاته کړه " ولسمشر په دې کې هیڅ شک نلري چې د امریکا او اسرائیل اړیکې پایه داره دي، او تر دې ټاکنو ډیرې غښتلې دي. دغه اړیکې د څو نسلونو اړیکې دي. او د امریکا او اسرائیل اړیکې په تاریخي ډول هم هیڅکله گوندی نه وي.

د ولسمشر اوباما او صدراعظم نتانیاهو اړیکې سړې او په نري تار بندې وې.

XS
SM
MD
LG