د لاس رسي وړ اتصالات

د نایجیریا ولسمشر په انتخاباتو کې خپله ماته ومنله


د مخالف مشر محمد بوهاري پلویان په انتخاباتو کې خپله بریا لمانځي.
د مخالف مشر محمد بوهاري پلویان په انتخاباتو کې خپله بریا لمانځي.

د نایجیریا ولسمشر ګوډلک جانتن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپله ماته ومنله او په دې توګه د هغه سیال جنرال محمد بوهاري د نایجیریا ولسمشر شو.

د سه شنبې په ورځ، ښاغلي جانتن د نایجیریا د ټولو خلکو نه له دې کبله مننه وکړه چې ده ته یې موقع ورکړې وه چې د دغه هیواد مشري وکړي.

ګوډلک جانتن وویل چې د آزادو او عادلانه انتخاباتو په تر سره کولو یې خپله وعده پر ځای کړه.

په دې انتخاباتو کې محمد بوهاري د نایجیریا د ولسمشر په توگه انتخاب شوی دی.

د امریکا غږ خبریالان ابراهیم احمد او پیټر کلاټي چې دا اوس د نایجیریا په ابوجا کې دي وایي چې ښاغلي جانتن پرون د سه شنبې په ورځ د انتخاب شوي ولسمشر سره په تلیفون کې خبرې وکړي او هغه ته یې مبارکي وویله.

د انتخاباتو رسمي نتیجې ښئي چې ښاغلي بوهاري د نایجیریا د ٣٦ ایالتونو نه په اکثریت ایالتونو کې رایې گټلې دي او د ټول ملت په سطح یې تر ښاغلي جانتن دوه ملیونه زیاتې راې وړي دي.

د ښاغلي بوهاري په دې کامیابۍ سره په نایجیریا کې د خلکو د دیموکراتیک جمهوریت د گوند ١٦ کلنه واکمني ختمیږي.

ښاغلی بوهاري ٧٢ کلن دی او کله چې د ١٩٨٣ کال د ډیسیمبر په میاشت کې نظامي صاحب منصبانو په یوه کودتاه کې قدرت تر لاسه کړ هغه ٢٠ میاشتې د نایجیریا نظامي واکمن و.

XS
SM
MD
LG