د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وروسته له څلورو لسیزو بدل شو


سعود الفیصل د ۱۹۷۵ کال راهیسې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر و.
سعود الفیصل د ۱۹۷۵ کال راهیسې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر و.

د سعودي عربستان پاچا سلمان د چارشنبې په ورځ خپل کشر ځوی په داسې حال کې دوهم ولیعهد وټاکه چې دا خورا محافظه کاره اسلامي هیواد د بیسارۍ سیمه ییزې نا امنۍ سره مخامخ دی.

د ولیعهد په توگه د کورنیو چارو د اوسني وزیر ٥٥ کلن محمد بن نایف او د ولیعهد د مرستیال په توگه د دفاع د اوسني وزیر ٣٠ کلن محمد بن سلمان په ټاکلو سره د سعودي عربستان پاچا د څو راتلوونکو لسیزو لپاره د نړۍ د تیلو د ستر صادرونکي هیواد د سلطنت ځای ناستي په ډاگه کړل.

د سعودي عربستان تقریباً ټول واک اوس د همدې دوو تنو په لاس کې دی چې هر یو یې د یو شمیر کمیټو مشري هم په غاړه لري چې په یمن کې د سعودي عربستان د هوایي بریدونو په گډون د هیواد د امنیتي او اقتصادي پرمختیا په اړه تصمیمونه نیسي.

په یو بل ستر بدلون کې د سعودي پاچا سلمان په واشنگټن ډي سي کې د عربستان سفیر عادل الجبیر د بهرنیو چارو د نوي وزیر په توگه وټاکه چې د شهزاده سعود الفیصل ځای ناستی شي. سعود الفیصل د ۱۹۷۵ کال راهیسې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر و. الجبیر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو لومړنی وزیر دی چې د سلطنتي کورنۍ پورې اړوند دی.

محمد بن نایف د ولیعهد په توگه د شهزاده مقرن ځای نیسي چې د سعودی پخواني پاچا عبدالله هغه د و ولیعهد په توگه ټاکلی و.

دیپلوماتان وایي محمد بن نایف د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د بل هر غړي په پرتله د امریکایي مقاماتو سره نژدې اړیکې لري.

د سعودي عربستان د شاهي نظام په عمده څوکیو کې نوي بدلونونه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې هغه هیواد د عربي پسرلي په نامه غورځنگ راوروسته گډوډیو ته متوجه دی او په یمن کې په پوځي عملیاتو کې ښکیل دی.

XS
SM
MD
LG