د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جیمز ډیهارت وایي چې په افغانستان کې د مخدره موادو سره مبارزه وخت ته ضرورت لري چې ښه او د قناعت وړ نتیجه ورکړي.
ښاغلی دیهارت وایي چې "مونږ اوس مهال د مخدره موادو سره د مبارزې لپاره سل میلیونه دالر مصرفوو . د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا مرستندویه اداره (USAID) او د دفاع وزارت هم پدې برخې کې ځیني مرستې لري چې ډیرې ګټورې دي.
د امریکا غږ راډیو همکارې فوزیه احساس د ښاغلي ډیهارت سره ځانګړې مرکه کړې چې عاشق الله رحیمزوی پښتو ته اړولې ده.