د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو لالهانده مرکچي څوک دی؟


طیب آغا په انګلیسي، اردو، پښتو، دري او عربي ژبو غږیږي
طیب آغا په انګلیسي، اردو، پښتو، دري او عربي ژبو غږیږي

تیره اونۍ په اسلو کې، تیره میاشت په تهران کې او بیا دوحه کې د طالبانو د پټو غونډو مشر دیپلمات وپېژنئ.

طیب آغا ایله ۲۱ کلن وو چې په ۱۹۹۷ کال کې د طالبانو د مشر، ملامحمد عمر په امر په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت لمړی سکرټر وټاکل شو. د اداري اصولو له مخې، دی که څه هم تر سفیر په ټیټه رتبه کې وو خو تر سفیر یې خبره ډیره درنه وه او واک یې پراخ وو.

سمیع یوسفزی چې هغه مهال یې له ځوان طیب آغا سره ناسته او ولاړه لرله وايي "آغا صاحب ملاعمر سره مستقیمه اړیکه لرله او له همدې ډیر واکمن وو".

د طالبانو د نورو مشرانو په څېر د طیب آغا په اړه هم ډیر لږ رسمي او کره معلومات شته.

د امریکايي خبریال انند ګوپال د څیړنو له مخې، طیب آغا په ۱۹۷۶ میلادي کال کې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې وزیږدید. پلار یې، مولوي سدوزی، وتلی ديني لارښوود او په سیمه کې با نفوذه شخصیت و، او آن ملاعمر یې ‌ډیر درناوی درلود.

خو د آغاګانو د کورنۍ تر ټولو مشهوره نوم لالا ملنګ، د طیب آغا مشر ورور و چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې يې د کندهار شاوخوا د "طالب مجاهدینو" د یوې فعالې جهادي جبهې مشري کوله.

ویل کیږي کله چې په ۱۹۹۳ کال کې ملاعمر او نږدې ملګرو یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د طالبانو د تحریک د پیلولو چمتووالی نیوه، مولوي سدوزي د مالي بسپنو او مرستو په راټولولو کې ډیره مرسته ورسره وکړه.

د یو پلوي ديني عالم زوی، د وتلي جهادي طالب قوماندان ورور او په قام سعید (چې په کندهار کې ورته د پیغمبر اولاده وايي) طیب آغا ډیر ژر د طالبانو د مشر اعتماد د ځان کړ او تر سفارت وروسته یې د ملا عمر په دفتر کې د ژباړونکي او اداري مرستیال په توګه کار وکړ.

مشر مرکچي او ديپلمات

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کلک مخالفت سربیره د طالبانو سیاسي دفتر د قطر په پلازمینه دوحه کې فعاله پاتي شوی. طالبان د نړۍ بل هیڅ ځاې کې رسمي دفتر نلري او د قطر د دفتر مشر بل څوک نه د ملاعمر پخوانی ژباړونکی طیب آغا دی.

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ودانۍ چې د قطر حکومت يې لګښت ورکوي
دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ودانۍ چې د قطر حکومت يې لګښت ورکوي

په همدغه سیاسي دفتر کې د طالبانو استازو د امریکا په ګډون د بیلابیلو حکومتونو له استازو سره پټې او ښکاره خبرې اترې کړې دي.

خو د طیب آغا پښه یوازې د قطر په دفتر پورې نده تړلې. د ملاعمر دغه ځوان استازي په تیرو څو میاشتو کې له تهران نه نیولې تر ارومچي او اوسلو پورې اروپا او آسیا ته سفرونه کړي دي.

د طالبانو پر ګڼ شمیر مشرانو د سفر بندیزونه شته خو داسي ښکاري چې طیب آغا د سفر کولو ممنوعیت نلري.

وحید مژده چې د طالبانو په رژیم کې د کار سابقه لري او اوسمهال د طالبانو د چارو شننې کوي، امریکا غږ ته وویل چې طیب آغا د افغانستان په رسمي پاسپورت سفر کوي.

"هغه په بل نوم افغان پاسپورت لري او په هماغه سفرونه کوي."

مژده وايي آن اوزبیک جنګیالي چې په اصل کې د افغانستان تابعیت نلري، جعلي افغان پاسپورتونه لري او د دې کار یوازنې لامل په افغان حکومتي ادارو کې اداري فساد دی.

پاکستان سره اړیکې

۲۰۱۰ کال کې چې د ملاعمر مرستیال، ملا عبدالغني برادر د ولسمشر حامد کرزي د حکومت له ځینو چارواکو سره سیاسي اړیکې پیل کړې نو سملاسي د پاکستان د استخباراتو (آې اس آې) لخوا د کراچۍ په ښار کې ونیول شو. د افغان حکومت د پر له پسې غوښتنو سربیره، پاکستان تر ننه ملا برادر په بند کې ساتلی دی.

له برادر وروسته ځيني نور طالب مشران په پاکستان کې یا ونیول شول یا مرګوني بریدونه پرې وشول چې په دوې کې آغاجان معتصم او ملاعبدالرقیب تخاري هم وو.

د ملابرادر له نیولو څو اونۍ وروسته د ۲۰۱۰ کال په مارچ کې پاکستاني ځواکونو طیب آغا هم ونیوه خو له لنډ ځنډ وروسته یې بیرته خوشې کړ.

د ۲۰۱۴ کال د مې په میاشت کې بیا پاکستاني رسنیو په کراچۍ او کویټې ښارونو کې د طیب آغا د دوو وړونو (یونس آغا او طاهر آغا) د نیول کیدو خبر ورکړ. بیا هم پاکستاني چارواکو ملاعمر ته نږدې آغاګان له بنده خوشې کړل.

افغان او امریکايي چارواکو ویلي چې آې اس آې هیڅکله طالب مشرانو ته واک نه ورکوي چې په خپلواکه توګه له افغان دولت یا د نورو حکومتونو له استازو سره اړیکې وپالي.

د طیب آغا او آې اس آې ترمنځ د احتمالي اړیکو او څرنګوالي په اړه روڼتیا نشته، خو د پاکستان د صدراعظم یو مشاور، سرتاج عزیز، پدې وروستېو کې وویل چې هېواد يې د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو او افغان حکومت استازو تر منځ د خبرو سهولت برابر کړی وو.

ارومچي ته طیب آغا نه وو تللی خو درې نو طالب مشران ملاحسن رحماني، ملاعبدالرزاق او ملا جلیل تللي وه.

XS
SM
MD
LG