د لاس رسي وړ اتصالات

ګیلاني: ژر به په دوبۍ کې له طالبانو سره خبرې وکړو


سید اسحق ګیلاني تېر ځل هم د پګواش په مرسته د قطر په ناسته کې برخه اخېستې وه
سید اسحق ګیلاني تېر ځل هم د پګواش په مرسته د قطر په ناسته کې برخه اخېستې وه

د ولسي جرګې پخواني غړي سید اسحق ګیلاني نن له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل په پام کې ده چې له اختر وروسته د قطر په دوحه کې د دوهم ځل لپاره هم د طالبانو د استازو او د افغان سیاسي شخصیتونو ترمنځ د سولې په تړاو یوه بله مخامخ غونډه هم جوړه شي.

سید اسحق ګیلاني چې تېر ځل هم د پګواش د مؤسسې په مرسته له طالبانو سره د قطر په ناسته کې برخه اخېستې وه، وايي، پدغو دواړو ناستو کې د افغان حکومت استازیتوب څوک نه کوي، او د دوبۍ ناسته د کوم لوري لخوا نده برابره شوې.

ښاغلی ګیلاني وايي، د دوبۍ د راتلوونکې اونۍ د ناستې د دواړو خواو غړي به محدود وي، خو د طالبانو د کوټې د شورا یو غړی به هم پکې استازیتوب وکړي.

د ولسي جرګې دغه پخواني غړي وویل د دوبۍ په ناسته کې به دوی طالبانو مشخصا وړاندیزونه ولري.

سید اسحق ګیلاني وویل ‪ "په مخکې ځل کې چون، اول ناسته وه، مونږ یو بل باندې انتقادونه کول، پدې ناسته کې به کوشش کوو، چې لیکلی، پیشینهادونه ورکړو، چې دا پیشنهادونه د سولې لپاره معتبره دي، او دوی نه به یې ځواب غواړو، که یې ځواب ویلای شو، خو فبها او کنه نو دوی به یې له خپلې رهبرۍ سره شریکه کړي."

په قطر کې د تېرې میاشتې له طالبانو سره د ناستې را وروسته د پګواش مؤسسه هڅه کوي، چې ددې جون په میاشت کې له افغان حکومت او نورو اړخونو سره هم خبرې وکړي ترڅو له اختر وروسته بله دوهمه لویه غونډه له طالبانو سره په قطر کې دایره کړي.

ښاغلي ګیلاني وویل ‪"د پګواش سکرتر جنرال به د جون په لسمه یا یوولسمه افغانستان ته راشي او دلته به له حکومتي او نورو اشخاصو سره د دوحې په دوهمه ناسته خبرې وکړي".

د امریکا غږ آشنا رادیو تلویزیون هڅه وکړه، ترڅو د افغان حکومت او د سولې د عالي شورا نظر هم پدې اړه واخلو خو و نه توانېدلو.

تیره اونۍ طالبانو په یو بیان کې په نږدې ورځو کې د سولې په خبرو کې د دغې ډلې د استازود ګډون په باب په ځینو رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه رد کړي وو.

په دغه بیان کې د طالبانو د یو ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې لیکل شوي وو چې په افغانستان کې لا هم بهرني ځواکونه پراته دي چې د مجاهد په وینا طالبان به لاهم ددغو ځواکونو په وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د امریکا او قطر دواړو هیوادونو هوکړه کړې، چې د طالبانو پنځه پخواني د ګوانټنامو زندانیان چې اوس په قطر کې اوسي، د یوه بل کال لپاره د دوی د قطر د اوسېدانې موده وغځوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني نن په یوه خبري کنفرانس کې پدې تړاوو دومره وویل چې ددغو پنځو طالبانو په قطر کې د اوسېدو د تمدیدولو یو هدف دا دی، ترڅو دغه طالبانو په افغانستان کې د دوهم ځل لپاره تاوتریخوالی رامنځته نه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان د پارلمان د نړیوالو چارو د کمېټې مشر اویس لغاري ددې څرګندونو په تړاو چې پاکستان دې افغان لوري ته حقاني او طالبانو د ډلې غړي وسپاري وویل، له پاکستان سره خبرې شوي، خو عملي ګامونو ته منتظر دي.

د ملي یووالي د حکومت له راتګ سره افغان حکومت هڅه کوي، چې پاکستان د افغانستان سولې ته لیواله کړي

XS
SM
MD
LG