د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وایي داعش به له منځه یوسو


جمهور رئیس اوباما د خلکو نه وغوښتل چې د ترهګرۍ نه دې نه ډاریږي‌
جمهور رئیس اوباما د خلکو نه وغوښتل چې د ترهګرۍ نه دې نه ډاریږي‌

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما په سپینې ماڼۍ کې ملت ته په وینا کې وویل " د امریکا حکومت د ترهگرۍ ختمولو ته ژمن دی او د ولس خوندیتوب او حفاظت یې لومړۍ دنده ده."

د امریکا ولسمشر اوباما د خپلې وینا په شروع کې د کالیفورنیا د برید په هکله وویل

" ایف بي آي د پیښی په هکله تحقیقات کوي خو تر اوسه پوري چې مونږ کوم معلومات لرو هغه دا دي چې دغه ١۴ تنه د هغوي یو همکار او د هغه میرمني وژل."

اوباما زیاته کړه "تر اوسه مونږ هیڅ داسې معلومات نلرو چې دغه کسان د کومي بهرنۍ ترهگري ډلی سره تړاو لري که نه. "


اوباما زیاته کړه " زمونږ ملت د ٢٠٠١ م کال د سپټمبر د یوولسمې نه تر نن پورې د ترهگرۍ سره په جگړه کې دی."
جمهور رئیس اوباما ژمنه وکړه چې د اسلامي دولت ډله به د منځه یوسي او زیاته یې کړه چې" مونږ به دا جگړه گټو."
هغه د اسلامي دولت د ډلې د منځه وړلو لپاره خپله ستراتیژي پدې ډول څرګنده کړه.

" لومړی زمونږ پوځ به هر هغه هیواد ته ولاړ شی چې دغه ترهگر په کې موجود دي ."
د ستراتیژۍ بله برخه مو دا ده چې "د عراق او سوریې د پوځ سره به مرسته وکړو چې د دغو ډلو په خلاف عملیات وکړي"

او دریمه دا چې " مونږ د ملگرو سره د اسلامي دولت د اقتصادي لارو د بندلو لپاره کار کوو. په دی لړ کې مونږ د اورپایي اتحادیې او د ترکیې سره خبري کوو"

جمهور رئیس اوباما همدرانګه وویل " د امریکاپه مشرۍ د سوریې د شخړې د ختمولو او سیاسي حل لپاره به هم هم کوښښ کوو.‌"

ښاغلي اوباما د کانگرس نه وغوښتل " د وسلو د خرڅلاو د کنټرول په هکله د قانون په جوړولو دې کار وکړي چې د قاتلانو لپاره د خلکو د وژلو مخه ونیو ل شي ."

اوباما وویل " کانگرس دا باور لري چې اسلامي دولت ډله زمونږ دښمنه ده نو پکار ده چې هغوي د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د عملیاتو په حق کی رایی ورکړي"

اوباما د اسلامي هیوادونو په مشرانو هم غږ وکړ چې" د اسلامي دولت د ډلې په خلاف دی فعاله شي. "

XS
SM
MD
LG