د لاس رسي وړ اتصالات

د مضایا په کلي کي خلک واښه او د ونو پاڼې خوري


د سوریې د ادلیب ولایت د مضایا په کلی چې د حکومتي ځواکونو لخوا محاصره دی، په سل ګونو ماشومان او لویان د خوراکي موادو د نه شتون له وجې د مرګ د خطر سره مخ دي. مرستندویه ادارې وایي چې لس ګونه کسان د ولږې د لاسه مړه شوي هم دي.

د مضایه خلک نړۍ ته د خپلو غږونو د رسولو لپاره بله چاره نلري. هغوي په انټرنیټ کې د خپلو کړاونو او سخت ژوند ویډیوګانې خپروي. پدې کلي کې ماشومان د خوراکي موادو د کمښت له وجې دومره کمزوري شویدي چی ژړلی نشي. یوه مور چې خپل یو اوه میاشتینی ماشوم یې روغتون ته بولی، وایي یوه میاشت کیږي چې خپل ماشوم ته یې شیدې ندي ورکړي.

" د ماشوم مور وایي خپل ماشوم ته د شیدو پر ځای مالګه او اوبه ورکوي. د پلاستیکي کڅوړو نه یې لتې جوړې کړیدي او ډایپرونه بیخي نه پیدا کیږی. "

د بې سرحده ډاکټرانو خیریه مؤسسه په مضایې کې د یوه روغتون سره مرستې کوي. د دې ادارې اجرائیوي رئیسه ویکي هاکنز وایي ډاکټران ماشومانو ته د ژوندي پاتې کیدو لپاره د ټوخي دواګانې ورکوي

" خلک د ولږې نه مړه کیږي، یوازې په هغه روغتیايي مرکز کې تر اوسه 23 تنه مړه شویدي چې مونږ ورسره مرستې کوو. یوازې ماشومان نه بلکه لویان هم د لوږې د لاسه مړه شویدي. "
د مضایا ښار د حکومتي ځواکونو لخوا کلا بند دی. دغه ځواکونه ادعا کوي چې پدې کلي کې وسله وال مخالفین پټ دي او د انسانانو نه د سپر په توګه کار اخلي. په کلي کې د خلکو د وضعیت په هکله د بې سرحده ډاکټرانو د خیریه مؤسسې اجرائیوي رئیسه ویکي هاکنیز داسې وایي:

" پدې تیرو څو میاشتو کې محاصره نوره هم سخته شویده او اوس هغوي هیڅ شی هم نه پریږدي چې هلته خلکو ته ورسیږي. د کلي خلک هیڅ د سون مواد، لرګي، خوراکي مواد او دارو درمل نلري. هلته د خلکو وضعیت په یوه ناورین بدل شوی. "

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنه کړیده چې د مضایه کلي ته دې د خوراکي موادو رسیدو ته اجازه ورکړل شي او تمه کیږي چې د همدې راتلونکې دوشنبې په ورځ به پدې هکله بحث هم وشي. د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ویانده ادریان ایډوراډز وایي، پلان لري چې د خوراکي مادو یو کاروان دغه کلي ته واستوي.

" دم ګړۍ کومه کره نیټنه نشته چې مونږ د مرستو د رسیدو اعلان وکړو. مونږ هغه وخت اعلان کولی شو چې مرستې په کامیابۍ سره د غو خلکو ته ورسیږي".

د ادلیب ولایت د مضایه کلی په سوریه کې یوازینې سیمه نده چې خلک پکې د خوراکي موادو د کمښت سره مخ دي. خیریه مؤسسې وایي په ټوله سوریه کې شاوخوا دوه میلیونه خلک شته چې د جګړې له وجې مرستندویه مواد ورته نشي رسیدلی. دغه ادارې وایي چې د سوریې د نورو سیمو په پرتله د مضایه په کلي کې وضعیت زړه بوږنونکی دی.

XS
SM
MD
LG