د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال نیکلسن د افغان ځواکونو زړه ورتیا وستایله


جنرال نیکلسن د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د غړیو پوښتونو ته ځوابونه وایي
جنرال نیکلسن د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د غړیو پوښتونو ته ځوابونه وایي

ډګر جنرال جان میک نیکلسن د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د جرګه ګۍ غړیو ته په افغانستان کې د اوسني وضعیت او د خپلو پلانونو په هکله معلومات ورکړل.

جنرال نیکلسن چې اوس په ترکیې کې د ناټو د متحدو ځمکنیو قواوو قوماندان دی، څو کاله یې په افغانستان کې هم نظامي دنده ترسره کړیده.

جنرال نیکولسن د افغانستان د امنیتي ځواکونو زړه ورتیا او قابیلتونه وستایل او دا یې ومنله چې هغوي په ډیر لږو امکاناتو د هیواد امنیت ساتي.

" ما د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره یو ځای جګړه کړې، زه د هغوي نه متاثره یم. سږکال په ژمي کې هغوي ډیره مرګ ژوبله درلوده او د هغوي لپاره یو سخت کال و. خو افغان امنیتي ځواکونو خپله حوصله ونه بایلله او لا هم د دښمن په خلاف جګړه کوي. هغوي وکړای شو چې ډیرې سیمې د طالبانو نه بیرته ونیسي"

ډګر جنرال جان میک نیکلسن دا هم ومنله چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د استخباراتي معلوماتو په راټولو، هوایي ملاتړ، هیلوکوپترو او د منځنۍ کچې د مشرانو په برخې کې ځیني نیمګړتیاوې لري او پکار ده چې حل شي.

جنرال نیکلسن همدارنګه وویل چې په جګړې کې د وژل شویو او ژوبل شویو عسکرو د انتقال او درملنې په برخې کې هم د افغانستان امنیتي ځواکونه د ستونزو سره مخ دي.

نیکلسن زیاته کړه " په اکثرو برخو کې ستونزې حل شویدي او یا د حل کیدو په حال کې دي خو د هوایي چلن په برخې کې ستونزې پخپل ځای پاتې دي. "

که چیرته د مشرانو د جرګې لخوا د هغه منظوري ورکړل شي، ډګر جنرال جان نیکلسن ته به د ستر جنرالۍ رتبه ورکړل شي او د جنرال جان کمپبل پر ځای به په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG