د هغو راپورونو له خپریدو وروسته چې وايي امریکا په افغانستان کې د اوږدمهالو پوځي اډو په اړه غور کوي، سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر باراک اوباما د افغانستان لپاره پخپلې تګلارې کې د بدلون په لټه ندی. امریکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې یې خپلې ستراتیژیکې موخې – د القاعدې د ترهګرې ډلې ځپل – یې تر لاسه کړي او هوري د جګړې د پراخولو لیوالتیا نلري.
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست د چارشنبې په مازدیګر وویل چې د ۲۰۱۶ کال په پای کې به په افغانستان کې د میشتو امریکايي پوځیانو شمیر ۵۵۰۰ ته راټیټ شي.
هغه وویل «د ولسمشر (اوباما) اند دا دې چې د پوځيانو شمیر باید راټیټ شي».
ښاغلي ارنست دغه راز ټینګار وکړ چې د پوځیانو د شمیرې د کمولو سربیره به امریکا د افغانستان اوږدمهالې ودې ته پر خپلو ژمنو کلکه ولاړه وي.
څو ورځې وړاندې واشنګټن پست ورځپاڼې د امریکايي پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې ځيني امریکايي قوماندانان په افغانستان کې د اوږدمهالو پوځي اډو پر جوړولو غور کوي.
بانفوذه امریکايي سناتور جان مکین هم دا اونۍ اشنا ټلویزیون ته وویل چې د طالبانو او نورو اورپکو ډلو د پوره ماتولو لپاره امریکا باید په افغانستان کې «تلپاتي» پوځي اډې جوړې کړي.
نوی ولسمشر
د روان کال په نوامبر میاشت کې امریکایان د خپل ۴۵م ولسمشر د ټاکلو لپاره ټولټاکنې کوي.
سپینه ماڼۍ وايي چې له ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون په اړه پریکړه به راتلونکی ولسمشر وکړي.
د ښاغلي ارنست په وینا «(د امریکا پوځ) راتلونکی سرقوماندان او د هغه یا هغې د ملي امنیت ټیم باید د افغانستان په جبهو کې د ښکیلو امریکايي قوماندانانو نه د سلامشورو اخیستلو وروسته، پریکړه وکړي چې په هغه هیواد (افغانستان) کې د څومره پوخیانو شتون مناسبه دی».
د ولسمشری لپاره ولاړو دموکراتو او جمهوري غوښتونکو سیالانو تر دې دمه پخپلو ټاکنیزو منډوترړلو کې په افغانستان کې د امریکا د راتلونکي پوځي تګلارې په هکله په تفصیل سره خبرې ندي کړي.
دوي چې تر دې دمه په ګوندیزو سیالیو کې بوخت دي، ډیر د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره پر کلکې جګړې ټینګار کړی دی.