د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ضد دویم پسرلنی عمومي کمپاین پیل شو


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایې دا کمپاین په ځینو ولایتونو کې څلور ورځې خو په یو شمېر نورو ولایتونو کې به د پلان له مخې درې ورځې دوام ولري او پدې کمپاین کې څه باندې ۹ میلیونه تر پنځو کلونو ښکته ماشومانوته د پولیو واکسین ورکول کیږي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي د پولیو کمپاین به ۹.۵ میلیونه تر پنځوکلونو ښکته ماشومانوته د ګوزڼ واکسین ورسوي. د عامې ورغتیا ورازت د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر سردار محمد پرویز امریکا آ شنا راډیو ته وویل، د پخوا په پرتله ماشومانوته لاسرسی لري او هیله من دې چې د پولیو واکسین پرته له کومې ستونزې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې عملي شي.

هغه وايي" دویم پسرلنۍ عمومي کمپاین د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر سره کیږي او په دې کې به ۹.۵ میلیون تر پنځو کلونو ښکټه ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین ور سیږي او د دغه کمپان ټول لګښت څلور میلیون ډالر دی. "

اسلام الدین د کابل ښار یو تن اوسیدونکی دی او وایي، چې خپلو ماشومانو یې ته د کمپاین په هره دوره کې د پولیو واکسین تطبیق کړی دی. اسلام الدین وايي " زه خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کوم او زما نظر دادی چې هر کورنۍ ، مور او پلار باید خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي، ځکه پولیو واکسین ماشومانو ته ګټه لري او د هغوی ساتنه کوي. "

کونړ کې یو ډاکټر ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي
کونړ کې یو ډاکټر ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي

بل لورته د افغانستان دیني عالمان هم له خلکو غواړي چې د ماشومانو د سالمې روغتیا لپاره دې هغوی ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکړي. مولوي سمع الحق حنفي وایي، پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده او ماشومانو ته باید دا واکسین تطبیق شی مولوي سمع الدین وايي." پولیو خطرناکه ناروغي ده که چېرې تر پنځو کلونو ښکته ماشومان د پولیو ضد واکسین څاڅکي تطبیق نه شي امکان لري په تل پاتې ناروغۍ اخته شي او ټول ژوند ورته ستونزمن تمامیږي .

د پولیو واکسین دویم پسرلنۍ کمپاین په داسې حال کې پیلیږي، چې د تېر کمپاین پر مهال کندهار ولایت په ښورابک او ریګستان ولسوالیو کې د دولت وسله والو مخالفینو روغتیایي ټیمونه ته اجازه ور نه وه کړه، چې ماشومانو ته واکسین ورسوي. د روان ۲۰۱۶ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو پنځه مثبتې را منځته شوي چې درې په کونړ، یوه په هلمند او وروستې پېښه په کندهار ولایت کې ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG