د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې روغتیايی مرکزونو ته د واکسینو مراجعین زیات شوي


afghanistan polio
afghanistan polio

نن که یو خوا په ټول افغانستان کې د پولیو څلور ورځنی کمپاین پیلیږي ،نو بلخوا د کونړ د شیگل ولسوالۍ د شلطن درې ډېرې سیمې له واکسینو پاتې کېږي،ځکه وسله والې ډلې یې بره نه پرېږدي.

د کونړ د شیگل ولسوالۍ د شلطن درې یو کلینک ته یو شمېر مېرمنو او سړو خپل ماشومان د واکسینو لپاره راوړي،ځکه په دې دره کې درې ماشومان په پولیو اخته شوي،چې د ټول هېواد په کچه تر ټولو ډېرې پېښې همدلته دي.

اوس مهال د افغانستان په کچه د پولیو پنځه پېښې ثبت شوي،چې یوه یې په هلمند،بله په کندهار او درې یې یوازې د کونړ شیګل ولسوالۍ کې چې دوه یې په ونډ او یوه یې په څونو کلي کې ده .

همغه نا امنه سیمو ته اوس هم واکسین نه رسي،خو اوسېدونکي یې وايي اوس پوه شوي چې پولیو رشتیا هم یوه خطرناکه او نه رغېدونکې ناروغي ده.

یو کس چې له ونډ کلي یې خپل ماشوم دغې کلینیک ته راوړی وايي:" دا ماشوم مې رواړی چې دلته ورته کلینیک کې واکسین وکړي،ځکه چې زمونږ کلي ته واکسین نه راځي،هلته وسله وال نه پرېږدي،مونږ چې کله د راډیو ګانو نه واورېدل نو اوس پوه شو چې دا ګوزن هیڅ علاج نه لري نو ځکه مو خپل ماشومان دې کلینیک ته راوړل".

کونړ شیګل ولسوالۍ دشُلطن درې یو روغتیايي مرکز
کونړ شیګل ولسوالۍ دشُلطن درې یو روغتیايي مرکز

د همدغه کلینیک مشر ډاکټر رحمت الله وايي په شُلتن کې د دریو پولیو پېښو تر ثبتېدو وروسته یې واکسین کونکې کورنۍ دپام وړ زیاتې شوي دي.

هغه وايي: " اوس خلک پوه شول چې پولیو علاج نه لري، اوس همغه کورنۍ هم خپل ماشومان کلینیک ته راوړي،چې فلج ناروغي په کې پیدا شوې وه،زاهد الله او سلیمان چې د دواړو ماشومان په پولیو اخته شوي وو،هغوی هم اوس خپل ماشومان واکسینو ته راوړي".

هغه وايي یوازې نن یې ددغې درې پنځه ویشتو ماشومانو ته په روغتیايي مرکز کې واکسین کړي،چې دا کچه د پخوا په پرتله نژدې پنځوس سلنه زیاتوالی ښیي.

د پولیو د هر کمپاین پر وخت د کونړ په اتو ولسوالیو کې نژدې نهه زره ماشومانو ته واکسین نه رسي، او دا ځکه چې په ډېرو سیمو کې وسله والې ډلې او یا کورنۍ نه غواړي واکسین ور ورسي.

د کونړ د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر احسان الله فضلي وايي په دې ولایتي کې د پولیو یودمي پېښو خلک اړ کړي چې خپل ماشومان له واکسینو څنډې ته ونه ساتي.

نوموړی زیاتوي: "زمونږ ټولو کلینیکونو ته د پاتې کېدونکو او انکاري کلیو څخه د واکسینو له پاره مراجعین زیات شوي دي".

هغه وايي هڅې یې پیل کړي چې په لرې پرتو سیمو کې د پاتې کېدونکو ماشومانو له کورنیو او قومي مشرانو سره یوې حل لارې ته ورسي

دیني عالمانو په ټولو کورنیو غږ کړی چې په دوو څاڅکو سره د خپلو ماشومانو د دایمي ګوزن مخنیوی وکړي.

ټاکل شوې چې په روان کمپاین کې به د افغانستان په کچه نهه نیم ملیون ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي څاڅکو سره سره دچینجو ګولۍ هم ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG