د لاس رسي وړ اتصالات

مشترک دښمن القاعد او طالبان يو ځاې کوي


د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده
د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده

د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په خپل یو تازه غږیز پیغام کې، چې القاعده ډلې پر انټرنټ خپور کړی دی، د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله اخندزاده سره بیعت کوي .

سیاسي مبصر وحید مژده اشنا راډیو ته وويل:

د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د القاعدې د ډلې د مشر ايمن الظواهري بیعت کومه نوې خبره نه ده دا يو بل ته معنوی ډاډ او د بيعت تجديد دی ،کوم ځانگړې تاثير پرطالبانو نلري .

ښاغلي مژده وويل ، تردې مخکې هم د القاعدي مشرد طالبانو د مشراختر منصور او تر هغې مخکې يی د ملا محمد عمرسره بيعت کړې وو.

مژده زياته کړه ،القاعده او طالبان د ايديالوژۍ له لحاظه ورته والې نلری خو مشترک دښمن دوئ سره يو ځای کولائ شي .

د القاعده ډلې بيعت د طالبانو پرموجوده ډلې څه اغيز لرلائ شي ؟

د اشنا راډيو همکارې نوشابې اشنا وحيد مژده سره مرکه کړې اوپه پيل کې يی ددې پوښتنې ځواب ويلی:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:26 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG