د لاس رسي وړ اتصالات

شکيلا : ميړه مې په نشه يي توکو روږدې کړم


په افغانستان کې په نشه یي توکو روږديدل يواځې د نارينو لپاره نه بلکه د ښځو لپاره هم لويه ستونزه او سر خوږې دې.

ميرمن شکيلا چې د کابل دڅانگې اماج په نامه د روږدو ښځو د تداوئ له يو مرکز څخه اشنا راډيو سره غږيدله وويل ،پوله پټې او د ژوند ټوله هستي يی د نشه یي توکو قرباني کړي ، د کورنۍ غړو، خپلوانو او دوستانو ورسره اړيکی پريکړي خو اوس چې هيڅ هم ورته ندي د پښيمانۍ توبه باسي .

په نشه يی توکو روږدې شکيلا د خپل خاوند او دریو بچيو سره په دريو بيلا بيلو روغتيايی مرکزونو کې د تداوئ لاندې دي.

په ټول هيواد کې نږدې درې نيم ميليونه روږی کسان دي چې تقريبا يو ميليون يې ښځې او ماشومان جوړوي او د هيواد په کچه په ٩ روغتيايی مرکزونوکې تداوي کيږی.

د ډيرو ميرمنو د روږديدو لامل د هغوئ ميړونه ښودل شوي ، شکيلا هم د همدې ميرمنو په کتار کې راځي .

مير من شکيلا د خپل ژوند او په مخدره توکو د روږديدو ترخه کيسه د نوشابې اشنا سره په مرکه کې کړې .

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:43 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG