په پاکستان کې عالمان وایي چې نرښځیان ( خواجه سرا) د واده حق لري او حکومت دې هغوي ته د اساسي ژوند اسانتیاوې برابري کړي.
په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانود حقوقو فعال مشر قمر نسیم واېي چې دا د هغوي د مبارزې نتیجه ده چې اوس په ټولې جنوبي اسیا کې نر ښځیان د خپلو حقوقو تر لاسه کولو لپاره د هغوي نه زده کړه کوي. خو دی زیاتوي چې لا اوس هم دوي د ډیرو زیاتو مشکلاتو سره مخ دي او د خپلو حقوقو لپاره به مبارزی ته دوام ورکړي.
-
نزرانه یوسفزۍ
نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.