د لاس رسي وړ اتصالات

په استانبول کې شپږ وژل شوي افغانان څوک وو؟


.
.

د ترکیې د استانبول اتاترک هوايی ډگرد سې شنبې په تروريستي بريد کې چې ۴٢ تنه پکې ووژل شول شپږ تنه افغانان هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي.

د استانبول لپاره افغان جنرال کونسل عبدالملک قريشي اشنا راډيو ته وويل ، شپږ وژل شويو افغانانو د ترکيې تابعت درلود چې څلور تنه پکې چې درې ښځې او يوه اته کلنه انجلۍ وه د يوکورغړي وو.

ښاغلي قريشي دا هم وويل چې په پيښه کې دوه تنه افغانان ټپيان شوي وو چې له درملنې وروسته کورو ته ولاړل.

استنبول کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالملک قريشي
استنبول کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالملک قريشي

د افغانستان ولسمشر او اجرایي ریس دا پېښه په کلکو ټکوغندلې ، او په علاميو کې يې تاکيد کړې چې ترورېزم نړیوال ګواښ دی او پکار ده چې پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.

د استانبول د پيښې دافغان وژل شويو شپږ تنود هويت نورو جزئياتو په هکله نوشابې اشنا په استانبول کې افغان جنرال قونسل عبدالملک قريشي سره مرکه کړې چې دلته يې اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:04 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG