د لاس رسي وړ اتصالات

ارزو:زه مې د خاوند لسمه ښځه يم


ارزو هغه ٢٢ کنه ښځه ده چې لس کاله مخکې په ١٢ کلنۍکې ٧٥ کلن سړي ته چې ٩ نورې ښځې يی درلودې واده شوې ،هغه وايی خاوند يی دوئ ته يواځې د يوې ښځې ويلي و .

ارزو وويل ، له واده وروسته کله چې يي خپل ميړه د لمړي ځل لپاره وليد فکر یي کاوه چې خسر يی دی خو کله چې وپوهيده همدا يی د ژوند ملگرې دې نو له هماغه ورځې يی د ژوند ټولې هيلې په سيند لاهو او له خاورو سره خاورې فکر کړې .

ارزو اشنا راډيو سره په خبرو کې دې ځوانې ميرمنې دا هم وويل چې پلار يی د ٣٠ لکه افغانيو ، يو کور او يو موټر په بدل کې خپله دوولس کلنه لور ٧٥ کلن سړي ته واده کړه ، چې اوس يي حتا د لور په نوم هيڅ نه پيژنی او نه يی پوښتنه کوي .

دغه ٢٢کلنه ميرمن وايی يو کال مخکې يي ميړه مړ شوې او د دريو بچيو مور ده ، اوس خپله ټوله راتلونکې دبچيو په سترگو کې ويني ، غواړي د ژوند ټولې نيمگړي هيلې د بچيو په ښې پالنې او روزنې پوره کړي .

ارزو د خپلو ماشومانو دخونديتوب لپاره له هلمند څخه کابل ته راغلې.

ارزو د خپل ژوند د دردونو کيسه د نوشابې اشنا سره په مرکه کې کړې چې دلته يې اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:04 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG