د لاس رسي وړ اتصالات

نعيم :خلک دی دقربانۍ پر وخت له احتياط نه کار واخلي


عامې روغتيا وزارت د اختر رارسيدو سره سم په افغانستان کې د کانگو ناروغۍ د مکروب د خپريدو خبر ورکړې .

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پالېسۍ مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم اشنا راډيو ته وويل :

کانگو ويروسي ناروغي ده ، علايم يي هغه تبه ده چې له همدې ويروس نه پيدا کيږي ، له څارويو نه انسانانو ته انتقاليږي او دافغانستان په غربي ولاياتو کې ددې ناروغۍ واقعات شته.

د عامې روغتياوزارت د ارقامو له قراره د روان کال له پیل نه تراوسه پورې په دغه هېواد کې د کانګو ناروغۍ ۶۶ پېښې تثبيت شوي چې له کبله يي په دغې ناروغۍ اخته ۱۲ کسان مړه شوي دي.

ښاغلي نعيم زياته کړه ، دا ويروس تداوي نلري خو پدې مرض له اخته کيدو نه مخکې يی مخنيوې کيدلائ شي ،هغه له خلکو وغوښتل چې په اختر کې د قربانۍ پر مهال له احتیاطه کار واخلي او ماشومان له څارويو ليرې وساتي .

کانگو څه ډول ناروغي ده ؟

د مرکې په پيل کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پالېسۍ مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم نوشابې اشنا ته په مرکه کې همدا پوښتنه ځواب کړې :

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:32 0:00

XS
SM
MD
LG