د لاس رسي وړ اتصالات

اصغر ستانکزی:د کرکټ د ملي ټیم انتخاب به په معیار کیږي


د افغانستان د کرکټ ملي ټيم دا وخت په هند کې دی او د ستمبر د پینځه ویشتمې نه به د بنگله دیش په پایتخت ډهاکه کې د کوربه ټیم سره درې یو ورځنیو سیالیو دپاره دغه هیواد ته ځي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی چې د حج دپاره سعودي عرب ته تللی، د مدینې منورې نه د ټیلفوني مرکې په ترڅ کې ېې ویلي چې بنگله دیش یو قوي حریف دی او دوي به ورته یوه قوي ټیم تیاروي.

اصغر ستانکزي وویل چې بنگله دیش سره سیالیو دپاره د ملي ټیم په انتخاب کې د کرکټ د ملي ټیم هندي روزنکي او د انتخاب ډله ډیر دققت نه کار اخلي او هغه لوبغاړي به ټیم کې اخلي چې د لوبو د گټلو وړتیا ولري.

د افغانستان او بنگله دیش ترمنځ درې یو ورځنۍ سیالۍ د یکشنبې له ورځې پیلیږي
د افغانستان او بنگله دیش ترمنځ درې یو ورځنۍ سیالۍ د یکشنبې له ورځې پیلیږي

په ټیم کې د شاهپور ځدران، شفیق الله شفق، گلبدین نایب او نورو مشهورو لوبغاړو د نه اخیستو په اړه اصغر ستانکزي وویل چې هر لوبغاړی د یوې ستونزې،کمي یا استعداد د نه لرلو په وجه له ټیمه پاتې کیږي .نو کوم لوبغاړي چې د یو ورځنیو سیالیو دپاره اماده وي او د انتخاب په معیار پوره خیژي هغه به ټیم کې ځای مومي.

هغه دا هم وویل چې بنگله دیش سره مو دوه کاله مخکې ډهاکه کې یو ورځنۍ سیالي کړې وه او گټلې مو وه، اوس مو تجربه نوره هم زیاته شوې او ښه مقابله به ورسره کوو او د گټلو په روحیه به میدان ته کوزیږي.

د بنگله دیش سره د کرکټ ملي ټیم اعلان په نن سبا کې متوقع دی. سیالۍ به د ستمبر په پنیځه ویشتمه، اته ویشتمه او د اکتوبر لومړۍ نیټه کیږي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:23 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG