د لاس رسي وړ اتصالات

په غور کې وژل شوي کسان څوک وو ؟


د غورولايت مدني فعال اوازاد ژورنالست حميدالله ژواک اشنا راډيو ته وويل ، د سه شنبې د ورځې درې بجې د غور ولايت کاسي کلي نه داعش په نوم ډلې د کليوالو دوه نيم زره پسونه بوتلل، د کليوالولخوا د هغوئ د مالونو بيرته ستنولوهڅه په جگړه بدله شوه چې د شپې تردريو بجو يی دوام وکړ.

اغلي ژواک زياته کړه په جگړه کې دداعش يوقوماندان هم وژل شوی چې ډلې يی د وژل شوي قوماندان په بدل کې ديرش تنه بی گناه کليوال چې اکثره يی تنکي ځوانان وو ووژل .

مدنی فعال داهم وويل چې ده د وژل شويو له کورنيو سره خبری کړي او دايی معلومه کړې چې وژل شوي کسان د کلي غريبکاره خلک وو چې ډيريي له اتلسو څخه کم عمره وو .

په غور ولايت کې دداعش ډلې له خوا د ديرشو کسانو د وژل کيدو د پيښې په څرنگوالي نوشابې اشنا په غور کې د ازاد ژورنالست او مد نی فعال حميدالله ژواک سره مرکه کړې هغه په سرکې د جگړې د پيل دعلت پوښتنه ځواب کړې :

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:22 0:00

XS
SM
MD
LG