د لاس رسي وړ اتصالات

شاهد افریدی: افغانستان مې مورنی وطن دی


افریدی د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړی دی
افریدی د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړی دی

د پاکستان د کرکټ مشهور لوبغاړی شاهد خان افریدی وايي چې دی غواړي د افغانستان سره د کرکټ د لارې اړیکې ولري او غواړي چې کابل ته لاړ شي او هلته د کرکټ لوبه وکړي. هغه وویل چې دی غواړي چې د سیاستو په وجه راپیداشوې فاصلې ختمې کړي او د دواړو خواو ولسونو سره د کرکټ د لارې رانیزدې کړي.

شاهد افریدي د امریکا غږ اشنا راډیو سره یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې افغانستان د ده مورنۍ وطن دی، نیا ېې د افغانستان ده او غواړي خپل مورني وطن ته لاړ شي ،هغه وویني او کرکټ پکې وکړي.

شاهد افریدي دا هم وویل چې د افغانستان د ولس سره ېې د مینې په اساس ېې د افغانستان لوبغاړی شهزاد محمدي ېې د پاکستان په تجارتي سیالیو پي ایس ایل کې پخپله ټیم پیښور زلمي کې شامل کړی.

شاهد خان افریدي د کرکټ په نړۍ کې د خپلې ځانگړې وړتیا په سبب په بوم بوم افریدي مشهور دی
شاهد خان افریدي د کرکټ په نړۍ کې د خپلې ځانگړې وړتیا په سبب په بوم بوم افریدي مشهور دی

د کرکټ نړیوال ستوری شاهد افریدي دا هم وايي چې نیت لري د دسمبر په میاشت کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سره دوبۍ کې د کرکټ نمایشي سیالۍ وکړي ترڅو هلته میشت پښتانه ورنه خوند واخلي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:11 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG