د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتو موسیقۍ استاد خیال محمد ته د غازي میربچه خان مډال


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغه مډال په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر د خاص استازي ډاکټر عمر زاخیلوال په سپارښتنه استاد خیال محمد ته ورکړیدی.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت فرهنگي اتاشه ښاغلي عبدالرحمن حبیبزوي امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې ټاکل شوې وه چې نن پیښور کې د استاد خیال محمد په ویاړ جوړه شوې غونډه کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمرزاخیلوال نوموړي ته دا مډال ورکړی وی خو د سفري ستونزو له کبله د ښاغلي زاخیلوال سفر ونشو او د مډال ورکولو دپاره به نیزدې راتلونکې کې بله غونډه جوړه شي.

استاد خیال محمد ته دا مډال په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر د خاص استازي ډاکټر عمر زاخیلوال په سپارښتنه ورکړیدی.
استاد خیال محمد ته دا مډال په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر د خاص استازي ډاکټر عمر زاخیلوال په سپارښتنه ورکړیدی.

ښاغلی حبیبزوی وايي چې د پښتو موسیقۍ دپاره د استاد خیال محمد خدمتونه په ډیر څه ارزي او د ولسمشر لخوا د غازي میربچه خان دا عالي مډال دا پیغام ورکوي چې د افغانستان ولس د استاد خیال محمد د فني او هنري خدمتونو قدرداني کوي او ستايي.

ښاغلي حبيب زوي وويل چي إستاد خيال محمد ته د غازي مير بچه خان عالي دولتي مډال نه علاوه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت اسلام اباد کې دافغان سفیرډاكتر عمر زاخيلوال او پیښور کې د افغانستان د جنرال قونسل عبدالله وحید پویان لخوا نغد رقم هم ډالۍ شوی دی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG