د لاس رسي وړ اتصالات

ليوال : د امريکا ټاکنې پر افغانستان پراخې اغيزې لري


لکه څرنگه چې د افغانستان قضيه د متحده ايالاتو په سيمه ايزه سیاستونو کې ريښه لري ، په همدې دليل د ټاکنو اغيزې يي پر افغانستان څرگندې دي.

سیاسي مبصر او څيړونکي عبدالغفور ليوال اشنا راډيو ته وويل، کله چې د امريکا د جمهوري رياست ټاکنې نږدي شي نو په نړيوالو سیاستونو کې د دوئ يو شمير پروژې او پروسې تر ټاکنو په ټپه دريږي چې دا بيا د افغانستان په څير په نورو هغه ملکونو هم تاثير کوي چې امريکا يي په اقتصادي مسايلو کې ډيره مطرح وي.

دټاکنو څخه وروسته کله چې پروژې بيرته په کار پيل کوي نو تاثير يي څرگند ليدل کيږي.

ښاغلي ليوال زياته کړه ، سره له دی د دواړو گوندنو ( جمهوري او دمکرات)تر منځ په سياستونو کې د نړيوالو قضاياو په اړه لوئ توپير نشته مگر دی کې هم شک نشته چې ددوئ شخصي نظريات سياستونه د بدلون سره مخ کولائ شي.

سياسي مبصر ليوال د امريکا ټاکنې د افغانستان لپاره په دریو دلايلو مهمې گني.

اول, د امريکا پوځونه عملا په افغانستان کې حضور لري او په جگړو کې ښکيل دي .

دوهم ، افغانستان د امريکې سره ستراتيژيک امنيتي تړون لاسليک کړې.

دريم ، افغانستان سره د مرستندويه هيوادونو لويه برخه په ملکي او نظامي برخه کې د متحده ايالات جوړوي .

همداراز لکه څرنگه چې د افغانستان قضيه او جگړه سيمه ايزه ده او سیمه ايزه سيالي د نړيوالو له خوا پر مخ بيول کيږي چې متحده ايالات يی مهم طرف دې،پدې اساس د امريکا ټاکنې د سيمې او افغانستان لپاره ډيرې مهمې دي.

عبدالغفور ليوال سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ، هغه په پيل کې پر افغانستان د امريکا د ټاکنو داغيز پوښتنه ځواب کړې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:50 0:00

XS
SM
MD
LG