په افغانستان کې پر ټاکنو د څار سازمان مشر جانداد سپين غر اشنا راډيو ته وويل نوي کمشران دی د روان وضيعتپه نظر کې نيولو سره د لازمو اصلاحاتو لپاره برنامه جوړه او د راتلونکو ټاکنولپاره داسی نيټهچې انتخاباتو ترسرهکيدل پکې ممکن وي وټاکي.
ښاغلی جانداد زياته کړه نوي کمشنران د قومي ترکيب په نظر کې نيولو سره د سیاسی مشرانو لخوا ټاکل شوي چې دا دوئ ته د انديښنې وړ خبره ده.
هغه دا هم وويل د انديښنو د حل لاره دا ده چې د کميسيونو دارالا نشا که خپلواکه او مسلکي شي دا به تر يو حده د کمشنرانو د سیاسی کيدو مخه ونيسي.
په افغانستان کې پر ټاکنو د څار سازمان مشر وايی کميسيونونه بايد قدم په قدم خپل فعاليتونه د خلکو سره شريک کړي ، د خلکو او کار پوهانو نه نظر واخلي تر څو پر ټاکنو د خلکو باور پيدا شي.
ولسمشر غني د ټاکنیزو کمیسیونو پر خپلواکۍ ټینګار وکړ او ویې ویل "خلک د ټاکنیزو کمیسیونونو له غړو څخه تمه لري، ترڅو چاته په خپلو چارو کې د مداخلې اجازه ورنکړي او خپل مسولیت د اساسي قانون پر بنسټ ترسره کړي".
جانداد سپين غر سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ: