د لاس رسي وړ اتصالات

زرداد: په خپلو کړنو پښیمانه یم


ښاغلی فریادي وایي یواځنی شخص نه و چې پاټکونه یې درلودل
ښاغلی فریادي وایي یواځنی شخص نه و چې پاټکونه یې درلودل

د حزب اسلامي پخوانی قوماندان زرداد فریادي وایي پر هغه څه چې یې د افغانستان د کورنۍ جگړې پر وخت ترسره کړي پښیمانه دی او اوس هم دې ته تیار دی چې د خلکو د شکایتونو او د عدالت د پلي کیدو په خاطر محکمې ته حاضر شي.

ښاغلی فریادي وایي دی د کورنیو جگړو له نورو عاملانو هم غواړي چې پر خپلو کړنو پښیماني څرگنده کړي. هغه وایي زه یواځنی شخص نه وم چې پاټکونه مې درلودل.

ښاغلی زرداد دا هم وایي چې هغه د حزب اسلامي دوهم او یا وزیر دفاع نه بلکه ددې حزب د یو غونډ قوماندان و.

د ښاغلي فریادي سره د اشنا تلویزیون د خبریال رحیم گل څاروان بشپړه مرکه دلته کتلای او اوریدلای شئ:

د زرداد فریادي سره د رحیم گل څاروان مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:57 0:00

XS
SM
MD
LG