د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ ځنگلونه څوک پريکوي ؟


د کونړ اوسېدونکي وایي اوس هم په یو شمېر سیمو کې ځنګلونه پرې کېږي خو تراوسه حکومت په دی نه دی بریالی شوی چې د ځنګل وهونکو مخه ونيسي.

د کونړ ځنگلونه څوک پريکوي ؟

ددغه ولايت والي وحيدالله کليمزي امريکا غږ اشنا ته وويل :

مافيايی کړۍ او مختلفې ډلې له کلونو راهيسې د کونړ ولايت ځنگلونه پريکوي او قاچاقوي يی، سره له دی چې والي په ځانگړی توگه د کومې ډلې يا کړۍ نوم وانخيست خو ويی ويل په هغو سيمو کې چې امنيتي پرسونل دايمي حضور نلري د حکومت مخالفين همد خنگلونو په قاچاق او پريکولو کې لاس لري.

مشرانو جرگې هم نن د یکشنبې په ورځ په کونړ ولایت کې د ځنګلونو په پرې کولو اندېښه وښوده او له حکومت نه‌یې وغوښتل چې د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي ته پام او خوندي ساتلو ته يي جدي اقدام وکړي.

ښاغلي کليمزي وويل:

اوس يي د لرگيو د قاچاق لارې مشخصې کړي دي تر څو بهرته يي د ليږد مخه ونيول شي او ولس نه يي د يو څه امتياز په بدل کې د ځنگلونو د ساتلو غوښتنه کړې.

د کونړ والي وحيد الله کليمزي سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:22 0:00

XS
SM
MD
LG