د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د ښځینه ښوونکو د استخدام پروسه چټکه شوې


.
.

شفېقه د ننګرهار په یوه ښوونځي کې د اتم ټولګي زده کونکې ده، هغه وايي له کوچنیوالي یې دا هېله په زړه کې غوټه کړې وه چې له ښوونځي وروسته پوهنتون ولولي.هغه وايي په ښوونځي کې یې د ښځینه ښوونکو کمښت هغه لویه مسله ده چې په زړه کې ساتلو هېلو ته په رسېدلو شمکنه ده. شفېقه پر ولس او چارواکو غږ کوي، انجونې دې په لوی لاس له زده کړو نه راستنوي.

هغه وايي:" څنګه چې نارینه و ته توجه کېږي باید چې انجونو ته هم په تعیلمي برخه کې پام وشي، که څه هم تر پخوا ښه شوي خو اوس هم ښځینه معلمینې نشته دی، ځکه نو څوک خپل خور لور مکتب ته نه لېږي".

خو د ننګرهار د پوهنې اداره وايي سږ کال یې تر تېر هغې د ښځینه زده کونکو شمېره د بام وړ ډېره ده.د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواری وايي: " تېر کال مونږ ۱۴۰۰۰ فارغان لرل درې زره پکې جینکۍ وې، سږ کال مو ۱۸۰۰۰ فارغان ورکړي تر څلور زره پکې جینکې ډېرې دي".

هغه وايي د ننګرهار په کچه په ۲۳۰ لېسو کې ۸۲۰ زره زده کونکي شته چې پنځه څلوېښت سلنه یې انجونې دي.

د ننګرهار په کچه اوس ۹۰۲ ښوونځي شته چې ۲۳۰ یې لېسې دي او ۹۵ لېسې پکې یوازې د انجونو دي
د ننګرهار په کچه اوس ۹۰۲ ښوونځي شته چې ۲۳۰ یې لېسې دي او ۹۵ لېسې پکې یوازې د انجونو دي

د پوهنې ادارې ویلي چې په ننګرهار کې ټول ټال ۱۵۵۰۰ ښوونکي په ښوونځیو کې تدریس کوي چې څوارلس سوه پکې ښځینه معلمینې دي.د ننګرهار د پوهنې ادارې ویاند دا هم وايي چې سږ کال یې د دوو ولسوالیو په ښځینه ښوونځیو کې معلمیانې ګمارلي او دریو نورو ولسوالیو ته هم ورته ارادې لري.

هغه وايي: " مونږ سږ کال په شېرزادو او حصارک کې ښځینه استخدام کړې. مونږ به په راتلونکې کال کې په کامې، پچیراګام او یوه بله ولسوالۍ کې ښځینه ښوونکې د ګمارو

خو لویه ننګونه په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه معلمینو نه مندل په ګوته کېږي ځکه هغلته اکثره کورنۍ پېغلې انجونې ښوونځیو ته لېږل ځانونو ته پېغور جوړل ګڼي.

د ننګرهار د ښځو چارو ریسه انیسه عمراني وايي په کلیو او بانډو کې یې د ښځینه تعلیم لپاره خپلې هڅې ګړندې کړي او د پوهنې ادارې او ولایتي مقاماتو ژمنه ورکړې چې دا برخه به نوره هم قوي کوي.د ننګرهار په کچه اوس ۹۰۲ ښوونځي شته چې ۲۳۰ یې لېسې دي او ۹۵ لېسې پکې یوازې د انجونو دي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG