د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزی:امنيت شورا د افغانستان ستونزه نشي حلولائ


افغانستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان به اړه شکایت کړی دی او هغه هېواد یې د ترهګرو په ملاتړ او د افغانستان په بې ثباتۍ تورن کړی.

په نبراسکا کې د افغان مطالعاتي مرکز مشر شيرجان احمدزی وايي پاکستان سره د افغانستان د ستونزی د حل لپاره بايد د ملگرو ملتونو د امنيت شورا څخه ډيره تمه ونشي.

ښاغلي احمدزي امريکا غږاشنا ته دا هم وويل افغانستان بايد د ځينو لويوهيوادونو لکه چين ، امريکا،روس، عربستان او نورو هغو هيوادونو سره اړيکې ښې کړي چې پاکستان سره ښه رتباط لري اود همدی نيکو اړيکو پر بنا دی د افغانستان ستونزی ته پام راوړول شي.

هغه زياه کړه امنيت شورا يو ضعيف ارگان دی او د افغانستان ستونزه نشي حلولائ.

ښاغلي احمدزي امريکا غږاشنا ته دا هم وويل کوموهيوادونو گټي چې په پاکستان ې خوندي دي هيڅکله به د افغانستان په خاطر خپلې گټې په خطر کې وانه چوي.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت به د افغانستان ثبات سره څومره مرسته او پاکستان به په افغانستان کې له لاسوهنې منع کړي؟

پوښتنه داده چې نړيوال پاکستان سره د افغانستان په اساسي ستونزی خبر نه دي او که سترگې پری پټوي؟

د همدې او نورو پوښتنو د ځوابولو لپاره نوشابې اشنا په نبراسکا کې د افغان مطالعاتي مرکز له مشر شیرجان احمدزي سره مرکه کړې دلته يي اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:22 0:00

XS
SM
MD
LG