د لاس رسي وړ اتصالات

جلالي: افغان پوځ د کنډکونو په سطح نظامي مرستو ته اړتيا لري


علي احمدجلالي په جرمني کې د افغانستان سفیر دی
علي احمدجلالي په جرمني کې د افغانستان سفیر دی

نیویارک ټایمز ورځپاڼې (په افغانستان کې نه ختمیدونکې جګړې) په نوم یوه مقاله خپره کړې.

مقاله کې ویل شوي چې کله امریکایان د جګړې خبر واوري نو سمدستي یي د افغانستان جګړې ته پام شي چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر راهیسې شروع او ترننه دوام لري.

خو جمهوررئیس دونالد ټرمپ د خپلې لوړې په مراسمو کې د افغانستان نوم هم ذکر نکړاو یوه میاشت وروسته چې يي د کانګرس دواړو جرګو ته وینا کوله بيا يی د افغانستان نوم یاد کړ.

سره له دی چې جمهور رئیس ټرمپ تراوسه دوه ځلي د جمهور رئیس غني سره تیلیفوني خبرې کړي او د افغانستان د وضعیت په اړه يي نظرونه تبادله کړي دي. خو ولی د امریکا جمهوررئیس او یا نور مقامات د افغانستان د جګړې په اړه زیاتې تبصرې نه کوي؟

د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزيرعلي احمد جلالي امريکا غږ اشنا راډيو ته وويل تراوسه د امريکا د هغو څيړنو نتيجه نه ده معلومه چې په اساس يي امريکا د افغانستان په اړه په نوې ستراتيژۍ غورکوي نو په همدې دليل تر اوسه امريکايی چارواکي د افغانستان په اړه ډيرې تبصرې نه کوي.

آيا د افغانستان وسله وال ځواکونه کولې شي د روانې جګړې مقابله وکړي او که امریکا لپاره دافغانستان جګړه نور پای ته نژدې شوې ده؟

علي احمد جلالي د همدې او موضوع اړوند نورو پوښتنو ته په مرکه کې ځواب ويلائ :

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:50 0:00

XS
SM
MD
LG