د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال رازق: د پنجابیانو په مقابل کې هیڅ زغم نلرو


د کندهار ولایت امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق وایي د پاکستان د سرحدي ځواکونو سره په جګړې کې یې کوښښ کاوه چې د درنو وسلو نه کار وانخلي خو وایي دا کار یې د مجبوریت په خاطر کړی.

جنرال رازق وایي د درنو وسلو نه یې پدې کار خاطر کار نه اخیست چې د کرښې هغې خوا ته هم " زمونږ خپل خلک دي." ښاغلي رازق وایي چې د پنجابیانو په مقابل کې هیڅ زغم نلري.

جنرال رازق امریکا غږ سره په مرکې کې ویلي دي چې د پاکستان سرحدي ځواکونو پخوا هم څو ځله کوښښ کړی و چې دې سیمې ته راشي خو مخه یې نیول شوې وه.

د سپین بولدک په سیمه کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د جګړې په هکله نور معلومات د جنرال رازق په مرکې کې اوریدلی شئ چې په سیمې کې د امریکا غږ خبریال عزیز الله پوپل ورسره کړې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:05 0:00

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG