د لاس رسي وړ اتصالات

په ژنیو کې د سوریې د سولې لپاره خبرې بیا پیلیږي


سوریې
سوریې

د سوریې لپاره د ملگري ملتونو خاص استاځی سټیفن ډي مستورا وایي چې د سوریې د جگړې د حل لپاره به د سوریې د حکومت او مخالفینو تر منځ خبري د روانې میاشت په شپاړسمه د اوږد ځند نه وروسته یو ځلې بیا پیلیږي.

ښاغلي مستورا پرون د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې تیره اونۍ چې روسیې ایران او ترکیې په سوریې کې د خوندي سیمو په هکله کومه موافقه کړیده په هغې موافقې به عمل کیږي. دا به په سوریې کې تشدد او مرگ ژوبله راکمه کړي. په سوریې کې په تشدد کې کمښت به د دغه جنگ ځبلي هیواد د مسئلې د سیاسي حل لپاره لاره هواره کړي. په ژنیو کې هم په دی هدف خبري کیږي چې د سوریې حکومت او مخالفین د سولې لپاره موافقې ته سره ورسیږي.

د سوریې د بهرنیوچارو وزیر ولید المعلم د دوشنبې په ورځ وویل چې دمشق به د روسیې د هغې پلان درناوې وکړي چې وایي په سورېې کې به خوندي سیمې جوړي شي. خو هغه زیاته کړه چې د حکومت مخالفه یاغیان هم باید د دغې موافقې احترام وکړي. ښاغلي معلم زیاته کړه چې مخالفین دي د هغه سیمو نه اسلامي سخت دریځه وباسي چې د دوي په قبضې کې دي.

XS
SM
MD
LG