د لاس رسي وړ اتصالات

د روژې په میاشت کې هم تشدد او دهشت دوام لري


پرون د چارشنبې په ورځ ( مۍ ٣١) په کابل کې په یوې خونړۍ حملې کې لږترلږه ٩٠ تنه ووژل شول. په بغداد کې په غبرگو چاودنو کې ٢٧ تنه ووژل شول او د فلپین په جنوب کې د اسلامي دولت د ډلې په ضد جگړه روانه ده.

د روژې مقدسه میاشت چې د عبادت، د تقوی صبر او د بېوزولو سره د مرستو میاشت ده، په خونړیو پیښو پیل شوه.

کارپوهان وایي چې یوه ټرورسټي ډله نه بلکې ډیرې ډلې د افغانستان نه واخله د سوریې او عراق پورې په دغه تشدد کې ککړې دي.

په منځني ختیځ، اسیا او اروپا کې په ورستیو کې د تشدد پیښې زیاتې شویدي او داسې ښکاري چې د روژې په میاشت کې هم په دغو حملو کې د کموالې امکانات نشته.

د اسلامي دولت ډلې په تیره کې د خپلو پلویانو نه غوښتې دي چې د روژې په میاشت کې حملو له زور ورکړي.

مسلمانان په دې باور دي چې د روژې په میاشت کې عبادتونه د کال د نورو میاشتو په پرتله زیات ثواب لري.

د اسلامي دولت ډلې د ټولنیزو رسنیو په یوې پاڼې په خپل پیغام کې لیکلي دي

"په تاسو کې چې څوک هم تش په نامه دا بیگناه ملکیان په نښه کوي، مونږ د هغوې سره مینه لرو. نو مخکې شئ او د روژې په میاشت کې به شهادت او یا بل ستر انعام وگټئ."

د اسلامې دولت د ډلې په دغه پیغام کې دا هم لیکل شوي دي " په دوي باندې د دوې په کورونو، بازارونو، سړکونو او په غونډو کې بریدونو وکړئ."

یاسر کولاک چې په واشنگټن کې د ترکیې په سفارت کې د مذهبي چارو استاځی دی وایي "اسلام د کال په یوې ورځ هم تشدد ته اجازه نه ورکوي. تشدد په اسلام کې هیڅ ځای نلري. د داعش ترهگره ډله د خپلو سیاسي مقاصدو لپاره زمونږ د دین نوم استعمالوي او غلطه تشریح یې کوي."

خو طالبان او د داعش ډله وایي چې جهاد یو مقدس جنگ دی او واي چې دوي په سمه لار دي.

په تهران کې د سختدریځۍ یو کارپوه سید جواد تغاویرود وایي "دا ترهگر ټرورزم ته د جهاد نوم ورکوي نو کله چې داسې مقدسې ورځې لکه روژه راشي دوي خپل عملیات ځکه زیات کړي چې غواړې ثواب یې ډیر وشي."

د چارو کارپوهان وایي چې د روژې په میاشت کې دا ډول حملې په خلکو زیات بد اثر لري ځکه چې خلک په روحي ډول د دغو حملو نه متاثره کیږي.

په واشنگټن کې د پینټاگان چارواکې او کارپوه مایکل رابن د اسلامي دولت د ډلې په هکله وایي "بیشکه د دوي د جنگ نظریه د دین له نظره صحیح نه ده. د اسلامی دولت د ډلې زیاتره قوماندانان د اسلام د دین نه بی خبره دي او د دوي په ډلې کې په اسلام پوهه عالمان نشته."

روبن زیاته کړه "په روژو کې د حملو مقصد دا دی چې دوي غواړي زیات خلک ووژني. او د روژې نیولو نه وروسته کیدی شي امنیت ساتونکي ستړي وي او زیات پام یې نه وي."

په افغانستان کې د روژې په لومړنۍ ورځ په خوست کې هم ځانمرگه برید وشو چې پکې په لسگونو تنه ووژل شول.

د روژې په لومړنیو څو ورځو کې د تشدد په پېښو کې تر اوسه ٢٢٧ تنه وژل شویدي.

په فلپین کې چارواکي واي چې د روژې د میاشت د شروع کیدو نه څو ورځې مخکې په هغه هیواد کې تاوتریخوالې زیات شو. په فلپین کې چې پوځ کله د اسلامي دولت د ډلې مشر ونیوو د هغې نه وروسته د هغه پلویانو بریدونه پیل کړل.

د فلپین د پوځ لوی درستیز د اې پي خبري اژانس ته وویل "دوي نړۍ ته ښودل غوښتل چې په فلپین کې هم د اسلامي دولت د ډلې څانگه موجوده ده او دلته هغه شان حملې کولې شي څنگه چې په عراق او سوریې کې یې کوي."

طالبانو په مستقله توگه دا ندې ویلي چې حملې به زیاتوي خو وایي چې هغوي به حملې بندي نه کړي. طالبانو د ملگرو ملتونو هغه غوښتنې رد کړیدي چې د روژې په میاشت کې د تشدد نه لاس واخلي او وایي چې په اسلام ښه پوهیږي.

د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې بیانیه کې لیکلي "زمونږ جگړه جهاد دی، دا فرض عبادت دی او د روژې په میاشت کې د دغه عبادت ثواب ٧٠ چنده زیات دی."

د افغانستان د ملي امنیت د چارو ادارې د چار شنبې په ورځ د کابل د برید نه وروسته وویل چې د دوی پټ استخباراتي معلومات ښي چې د کابل برید په پاکستان کې پلان شوی و.

د ملي امنیت په اعلامیې ویل شوي چې برید د حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آي په مرستې او همکارۍ کړی دی. د افغانستان ملي امنیت وايي چې د برید عاملین به پیدا کړي او سزا به ورکړي.

XS
SM
MD
LG