د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو خونړي بریدونه


تر ټولو وروستی خونړی برید د چهارشنبې د ورځې برید و چې شاوخوا ۹۰ تنه يې ووژل
تر ټولو وروستی خونړی برید د چهارشنبې د ورځې برید و چې شاوخوا ۹۰ تنه يې ووژل

ملګري ملتونه وايي له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۷ کال پورې ۲۸۴۶۲ ملکي افغانان په وسله والو نښتو کې وژل شوي او څه باندې ۴۵۳۳۳ ژوبل ژوبل دي.

په تېرو لسو کلونو کې د ځینو تر ټولو ډیرو خونړیو پیښو غورچاڼ دلته ولولئ:

کابل ۲۰۱۷

د کابل ښار د جرمني سفارت مخې ته په موټر بمب برید کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول او ۴۰۰ نور ژوبل شول. ډېر وژل شوي او زخمیان ولسي خلک دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شته.

تر دې مخکې په کابل کې د سردار محمد داود خان په پوځي روغتون کې ځانمرګو ډله ییز برید وکړ چې تر ۵۰ ډېر کسان یې ووژل او ګڼ شمیر نور یې ژوبل کړل. بریدګر د ډاکټرانو په جامو کې روغتون ته داخل شوي وو. د داعش ډلې د دغه برید مسولیت واخیست.

بلخ ۲۰۱۷

د بلخ ولایت د ۲۰۹ شاهین په قول اردو باندې هم وسله والو طالبانو ډله ییز ځانمرګي بریدونه وکړل چې شاوخوا ۱۴۰ افغان سرتېري یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

کابل ۲۰۱۶

په کابل کې د جنبش روشنايي غورځنګ په لاریون کوونکو برید وشو چې څه باندې ۶۰ تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل. د داعش وسله والې ډلې ددغه برید مسولیت واخیست.

کندز ۲۰۱۵

امریکايي ځواکونو په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون باندې بمباري وکړه چې لږ تر لږه ۴۲ تنه یې ووژل او شاوخوا ۳۰ نور یې ژوبل کړل. په برید کې د روغتون ډاکټران او مریضان هم وژل شوي وو.

پکتیکا ۲۰۱۴

طالبانو د پکتیکا د یحی خیلو په ولسوالۍ کې د ولیبال د یوې لوبې پر مهال ځانمرګی برید وکړ چې شاوخوا ۵۰ تنه یې ووژل. په برید کې شاوخوا ۶۰ تنه نور ژوبل شول.

کابل ۲۰۱۱

په ۲۰۱۱ کال د کابل ښار د ابوالفضل په جومات کې د عاشورا په مراسمو ځانمرګی برید وشو چې شاوخوا ۶۰ تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

ننګرهار ۲۰۱۱

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې وسله والو طالبانو د کابل بانک په څانګې برید وکړ او شاوخوا ۵۰ کسان یې ووژل. بریدګر ژوندی ونیول شو او وروسته بیا اعدام شو.

کندهار ۲۰۰۸

په کندهار کې د سپي جنګولو په یوې میلې کې ځانمرګی برید وشو او شاوخوا ۸۰ تنه یې ووژل. په دغه برید کې لسګونه کسان نور ژوبل شول.

هرات ۲۰۰۸

د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د عزیز اباد په کلي کې نړیوالو ځواکونو بمباري وکړه چې له کبله یې شاوخوا ۹۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

کابل ۲۰۰۷

په کابل کې د امنیي قومندانۍ مخې ته د امنیتي منصوبینو په ګاډي ځانمرګی برید وشو چې شاوخوا ۳۵ تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG