د لاس رسي وړ اتصالات

خوست د سبزیجاتو لپاره پاکستان ته ضروت نلري


د خوست د شنوخونو حاصلاتو ددې ولايت اړتيا تر ډېره بريده پوره کړې ده. د سوداګرو په وينا په دې برخه کې اوس له پاکستان نه واردېدونکو کرنيزو محصولاتو ته ډېره اړتيا نه لري.

د خوست ښار د سبزۍ مارکېټ ته د دې ولايت ټولو سيمو ته سبزي او ميوه جات له دې ځايه انتقالېږي، خو دغه مارکېټ بيا په دې برخه کې خپله اړتيا له کورنيو او ځينو بهرنيو کرنيزو محصولاتو پوره کوي.

ددې مارکېټ يو دوکاندار محمدالرحمن وايي، چې مخکې يې زياته اتکاء پر پاکستان وه، خو په دې وروستيو کې يې کاروبار تر ډېره بريده پر کورنيو کرنيزو محصلاتو ولاړ دی، دی يې لامل د کرنې سکتور وده بولي.

هغه وويل: ”اوس د خوست سبزيجات دومره پريمانه دي چې د پاکستان له محتاجۍ يې خلاص کړي يو. کچالو، بادرنګ، ټېنډه، پياز، کرم، کريله او دې ورته نور خپل ښه پريمانه سبزيجات لرو‟.

په دغه ولايت کې زياتره سبزيجات د هغو شنو خونو يا کرين هاوسونو محصولات دي، چې په دې وروستيو څو مياشتو کې د کارډ - ايف موسسې په همکارۍ د ولايت په مختلفو سيمو کې جوړ شوي دي.

حضرت عمر د مندوزيو ولسوالۍ په دوه سرکه سيمه کې د بادرنګ او رومي بانجان دوه فعال ګرين هاوسونه لري.

حضرت عمر د امریکا غږ ته وويل: ” حاصل يې ډېر باکيفيته او خوندوره ذائيقه لري، تر اوسه مو ښار ته په خپله نه دي وړي، سوداګر په خپله راځي، دلته يې موږ پرې خرڅوو او بيا يې ښار ته وړي‟.

محمد اصغر د يوې بلې شنې خونې مسوول دی او بادرنګ يې پرې کرلي دي، محمداصغر وايي،هرګرين هاوس، چې په يو جريب ځمکه جوړ شوی وي، په يوه موسم کې په اوسط ډول ۲۰ ټنه حاصل ورکوي.

هغه وويل: ” دا يو جريب پراخه شنه خونه کې ۴۸۰۰ د بادرنګو بوټي کېنول شوي دي. د تېرو دوو مياشتو په موده کې مو تر ننه ۲۳ ټنه بادرنګ بازار ته ورکړي دي‟.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رئيس انجنير سميع الله نصرت وايي، چې په دې ولايت کې سل شنې خونې تکميل، فعالې او پنځوس نورې تر کار لاندې دي.

هغه امريکاغږ ته وويل، چې د فعالو سلو شنو خونو لپاره يې د کال ۶۲۰ ميتريک ټنه کرنيز محصولات هدف ورکړی او د شنو خونو اوسني وضعيت ته په کتو هيله من دی، چې خپل ټاکلي هدف ته ورسېږي.

نصرت زياته کړه: ” زموږ اټکل دا و چې دا به د کال ۶۲۰ ميتريک ټنه حاصل راکړي، خو کله ناکله طبيعي افت ستونزې جوړوي، خو بيا هم موږ انشاالله ۶۲۰ ميتريک ټنه حاصل ترلاسه کولی شو‟.

خوست د کرنيزو محصولاتو له پلوه مناسبه اب و هوا او کافي کرنيزه ځمکه لري، د کرنې سکتورد مسوولينو په وينا که د ځمکې سمه پالنه وشي، په دې برخه کې ددې ولايت د خلکو کامله اړتيا پوره کولای شي.

XS
SM
MD
LG