د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوټیرش په یو ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی او وایي د افغانستان شخړه پوځي حل لاره نه لري.
دا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه د ښاغلي انټونیو لومړنی سفر دی چې افغانستان ته یې کړی دی.
په روان وضيعت کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي سفر افغانستان لپاره څومره د اهميت وړ دی ؟
څيړونکي عبدالغفور ليوال اشنا راډيو سره په مرکه کې وويل:
سياسي برخه کې د سولې په تامين ،بشري برخه کې د بيړنيو مرستو او په انکشافي برخه کې د لويو پروژو په بيا فعاله کولو کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو نقش د پام وړ دی او د سرمنشي سفر په همدې دلايلو اهميت لري.
ښاغلی ليوال زياته کړه، يوشمير افغانان پدی اند دي چې په افغانستان کې د يونما رول تر پخوا کمرنگه شوې، نو اوس به د ملگرو ملتونو سرمنشي پدې فکر وکړي چې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو رول او ماموريت بيا کتنې ته اړتيا لري اوکنه؟
د سياسي څيړونکي عبدالغفور ليوال بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ.