دننګرهار عامې روغتیا ریاست دمعلوماتو له مخې په دې ولایت کې تر سلو زرو زیات په مخدره موادو روږدي شته، چې د ډېرو لږ یې درملنه کیږي.
په نشه يي توکو دا روږدي، چې د جلال اباد ښار د غازي امان الله خان دمزار په انګړ او د حاجي عبدالقدیر پر واټ پراته وي وايي، حکومت یې د معالجې غم نخوري. پخپله دغو معتادینو کې یو شمېر داسې دي، چې غواړي د هیروینو اعتیاد پرېږدي او عادي ژوند ته ستانه شي.
بل لور ته د عامې روغتیا ریاست پر مخدره موادو د روږدو کسانو د روږدېدو بېلابېل ډولونه ښیي او وايي، چې د معتادینو درملنې ته پام کوي.
دننګرهار عامې روغتیا ریاست بیا وایي چې په یوځلي توګه د ټولو روږدو کسانو د درملنې او بستري کولو امکانات نه لري.
په ننګرهار کې دمخدره موادو معتادینو سل بستریز روغتون مشر ډاکټر حیدري وایي چې دوي ته تر اوسه ۸۰۰۰ کسانو مراجعه کړې چې له دې جملې څخه یې ایله د ۵۰۰۰ کسانو درملنه کړې.
د امیر شهید په بڼ کې دا ډله د هغو معتادینو ده، چې د عامو خلکو په وړاندې مخدره مواد کاروي.
په ننګرهار د معتادینو د وضعیت په اړه د خبریال ضياء الرحمن حسرت دا رالېږلې ویډیو وګورئ.