د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغان پوځ په یونیفورم ۲۸میلیونه ډالر ضایع کړي- سیګار


سیګار وايي امریکا له ۲۰۰۷ کال راهېسې د افغان ځواکونو په یونیفورم ۹۳ میلیونه ډالره مصرف کړی دی
سیګار وايي امریکا له ۲۰۰۷ کال راهېسې د افغان ځواکونو په یونیفورم ۹۳ میلیونه ډالره مصرف کړی دی

سیګار وایي امریکا په تېرې یوې لسیزې کې یوازې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم ۲۸میلیونه ډالر لګولي دي.

د سیګار د چهارشنبې ( جون۲۱) په راپور کې راغلي چې د افغان پوځ په"ځنګلي" او فیشني یونیفورم ځکه دومره لګښت شوی چې د افغانستان د دفاع د وزیر خوښ و. وايي د افغانستان د ټولې خاورې یوازې ۲.۱ فیصده یې ځنګل دی.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د څار ځانګړي پلټونکي، سیګار، مشر جان سوپکو امریکايي ورځپاڼې یو اس ټوډی ته ویلي "ښه ده چې افغان وزیر ګلابې او یاسمني رنګ نه دي خوښ کړي. ایا موږ به د پوځ لپاره ګلابي یونیفورم اخلو خو پوښتنه به نه کوو چې ولې. موږ د مالیه ورکوونکو ۲۸میلیونه په فیشن ضایع کړي، ځکه چې د دفاع وزیر وایي دا رنګ ښکلی دی."

له ۲۰۰۱ لومړي کال وروسته د افغان پوځ په بیا جوړېدو کې تر ډېره پخواني وزیر عبدالرحیم وردګ رول لوبولی دی.

سیګار وايي امریکا له ۲۰۰۷ کال راهېسې د افغان ځواکونو په یونیفورم ۹۳ میلیونه ډالر لګولي دي، خو وايي که افغان ځواکونو ته د امریکا د پوځ د یونیفورم په څېر، یونیفورم اخیستل شوی وای، ۷۱ میلیونه ډالر به سپما شوي وو.

د امریکا د دفاع وزارت د افغان ځواکونو د روزنې، تجهیز او پوستو جوړولو لپاره ۶۶ میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي، خو سیګار وايي چې ډېر ډالر بې ځایه لګول شوي دي.

د سیګار دا راپور داسې مهال خپریږي چې د دفاع وزیر جیم متیز افغانستان ته د زرګونو نورو امریکایي سرتېرو په استولو فکر کوي. افغان ځواکونه دا مهال له وسله والو طالبانو، داعش جګړه مارانو او نورو اورپکو ډلو سره په جنګ بوخت دي.

یو اس ټوډی ورځپاڼه وايي چې د امریکا د دفاع وزارت د سیګار پر دغه راپور انتقاد نه دی کړی، بلکې ښاغلي سوپکو ته يې په یو استول شوي لیک کې ویلي چې باید داسې لارې ولټول شي چې هم د عملیاتو او هم د لګښت له پلوه اغیزناکې وي.

افغانستان شاوخوا درې سوه زره پوځ، پولیس او امنیتي کارکوونکي لري، چې امریکا يې د تجهیز، روزنې او سنبالښت لپاره پېسې ورکوي.

د افغانستان د دفاع وزارت تراوسه د سیګار پر دغه راپور تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG