په کابل ښار کې یو عشاریه څلور میلیونه معتادین شته، چې اکثره یې په پارکونو، د سړک پر غاړو، د کابل سیند او په نورو مختلفو سیمو کې، په ښکاره او عام محضر کې مخدره مواد لکه هیروئين او اپین کاروي.
په نشه يي توکو دا روږدي ډېری وخت د کابل ښار په داسي ګڼ میشته سیمو کې ديره وي، چې په کې هره ورځ زرګونه ښاریان تګ راتګ او یا کاروبار کوي.
ټولنپوهان وايي، په عامو ځایونو کې د مخدره موادو استعمال پر خلکو او ټولنې باندې ناوړه اغیزې کوي.
د رواني چارو متخصص شرف الدین عظیمي امریکا غږ ته وویل، چې د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو د سترګو په وړاندې، د مخدره موادو استعمال د دې لامل کیږي، چې دا ناوړه توکي په ټولنه کې دود شي او ورته د جرم په سترګه و نه کتل شي.
نور حال په لاندې ویډیو کې، چې زموږ همکار ممتاز بهیر چمتو کړې، لیدلی شئ.