په ننګرهار کې په هغو سیمو کې یو ځل بیا سږ کال کوکنار کرل شوي وو، چېرې چې اوس د بدیل معیشت پروژې نشته او دغې پروژې په تېرو کلونو کې په موقت ډول عملي شوې وې.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې هغه شمېر کروندګرو یوځل بیا کوکنار کرلي چې درې کاله وړاندې یې پر ځمکو دبدیل معیشت پروګرامونه پلي کېدل.
شاوخوا درې کاله وړاندې هوږه او پیاز دسره رود ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې د کوکنارو پرځای کرل کېدې او دکروند ګرو لپاره دکوکنارو بدیل کرکېله وه، خو له کومې ورځې چې دبدیل معیشت پروګرامونه پای ته رسېدلي دوی داقتصادي ستونزو له امله اړ شوي چې پر خپلو ځمکو کوکنار وکري.
ددې ولسوالۍ دشمشپور سیمې یو کروندګر فیض محمد وایي دکرنې ریاست ورته دکوکنارو دنه کرلو په بدل کې د هوږو او پیازو تخمونه ورکړي وو خو دښې ګټې نه لرلو له امله یې پروژه ناکامه شوې ده.
دی وایي” هوږه او پیاز ښه فصل دی دلته ښه حاصل کوي خو مارکیټ یې ښه نه دی او چندانې ګټه هم نه کوي، نور کومکونه موږ سره نه کېدل یواځې زراعتي کومکونه کېدل نو بله لار نه وه، کوکنار مو وکرل.”
دسره رود ولسوالۍ په هغو سیمو کې سږکال په لوړه کچه کوکنار کرل شوي چې تر ډېره دوسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي او حکومت ورته په بشپړه توګه لاسرسی نه لري.
کروند ګر وایي چې دکوکنارو په کرلو کې یې مخې ته هیڅ ډول خنډ نه و او اقتصادي ګټې یې تر هوږې او پیازو ډېرې وې، حکومتي مرستې ورسره په سمه توګه نه ترسره کېدې او ښه بدیل ورته نه ورکول کېده نو ځکه یې کوکنارو ته مخه کړه.
دولت په دې سیمه کې دکوکنارو دنه کرلو په بدل کې کروندګرو ته استنادي دیوالونه او سربندونه هم رغولي خو دکوکنارو دبشپړ مخنیوي لامل شوي نه دي.
شاغاسي دباولیو سیمې اوسېدونکی وایي چې دکوکنارو نه کرلو بدیلې پروژې یې ناکامې وې.
”کوکنار مو بند کړل، حکومت هوږه او پیاز راکړل سربندونه یې جوړ کړل خو په دې خو چاره نه کېده، د پیاز او کوکنارو په ګټو کې ډېر فرق ده، که یو ښه شی بل موږ ته دولت راکړي موږ کوکنار نه کرو هیڅ ضرورت نه شته خو چې ښه بدیل وي. “
خو په ختیځ کې دمخدره موادو پر وړاندې دمبارزې رئيس ادریس صافی وایي چې دبدیل معیشیت پروژې دکروندګرو له لورې ټاکل شوي او دهغوی دوړاندیز له مخې یې ورته پروژې ورکړي.
هغه وایي د کوکنارو دمخنیوي لپاره یې اوس دګرین هاوسونو پروژې په نظر کې نیولي چې تر نورو هغو ښه بدیل کېدای شي.
”هغو چې شکایتونه کړي وو موږ بیا ورته ګرین هاوسونه په نظر کې ونیول چې په کمه ځمکه کې هغوی ترې ډېره استفاده وکړي،زیاتو کلیو کې مو ګرین هاوسونه په نظر کې ونیول او اوس مو هم په لسو کلیو کې زراعتي پروژې ورته منظورې کړي انشا الله چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کې به تطبیق شي، دا نسبتاً غټې پروژې دي. “
په ننګرهار کې تر ډېره په هغو سیمو کې سږکال کوکنار کرل شوي چې یا دوسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي او یا دناامنۍ اغېز پرې ډېر دی او دولت یې دمخنیوي لپاره آسانتیاوې نه لري.