په پاکستان کې په دولتي ټیلویژن کې په پښتنو د مسخرو او ملنډو په ضد نن د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې مظاهرې وشوې.
په دغو مظاهرو کې د ځینو مشهورو سیاستمدارانو برسیره د مدنې ټولنې گڼ شمیر فعالینو گډون وکړ.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان په ټیلویژون کې په تیره کې هم داسې پروگرامونه خپاره شویدي چې پښتانه یې ناراضه کړیدي. د مظاهرو گډونکونکې وایي چې نور به دغه ډول سلوک و نه زغمې.
طارق افغان چې مدنې فعال او د دغو مظاهرو تنظیمونکی دی، وایي چې د پاکستان دولت د پښتنو په دغه توهین کې ککړ دی.
د ښاغلي طارق افغان سره د امریکاغږ د همکارې نزرانې یوسفزۍ مرکه دلته واورئ
-
نزرانه یوسفزۍ
نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.