د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ وايي په یوې میاشتنۍ ارزونه کې يې موندلې چې د انتخاباتي شکایتونو په کميسیون کې جدي ستونزي موجودې دي.

د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ دا هم وايي چې د دارالانشا د غړو تر منځ اختلافات، په ګومارنو کې بې‌عدالتي، کميشنرانو څخه د کارکوونکو نه‌اطاعت او د ظرفیت نه‌ موجودیت د انتخاباتي شکایتونو په کميسیون کې هغه ستونزې دي چې ټیفا یې اندېښمنه کړې.

خود ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون يوې کمشنرې حميرا حقمل اشنا راډيو سره په خبرو کې د ټيفا بنست دا ډول ارزونه رد کړه او ويي وويل چې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسيون په تفاهم او يووالي خپل کارونه سرته رسوي.

آغلې حقمل دا هم وويل مسلکي او باظرفيته کسان په کميسيون کې کار کوي هغې زياته کړه دا ډول عجولانه معلومات شريکول خلک پر ټاکنو بې باوره کوي.

حميرا حمقل وايي په دلايلو د ټيفا بنسټ هره انديښنه ردوي.

د انتخاباتي شکایتونو د کميسیون کمشنرې ميرمن حقمل سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ، هغې په سرکې د ټيفا بنسټ انديښنو ته


XS
SM
MD
LG