د لاس رسي وړ اتصالات

ولی افغان سیاستوالو قومي سياست ته مخه کړه؟


د بشر د حقوقو د څارنې ډلې په یوې مقالې کې په دې تبصره کړې چې د قومونو نفاق حکومتدارې ضعيفه کوي او دا مهال د قومي جوړښتونو نه سياسي گټه اخيستل کيږي .

پوښتنه داده چې ولي او څنگه قومي جوړښتونو سیاسي بڼه غوره کړې؟

د سرحدونو او قبايلو چارو سر پرست وزيرعبدالغفور ليوال اشنا راډيو ته وويل، کله چې سياستوالو لپاره د سياست کولو بل فکر او طرحه پاتې نشي نو د قوم محورۍ پر بنسټ ځان سياسي مطرح کوي.

ښاغلي ليوال زياته کړه، د سړې جگړې نه پاتې سیاستوال ددی لپاره چې خپل سياسي موقفونه له لاسه ورنکړي او د سياسی فکر او شعور خاوندان هم نه وو ډير ژر يي خپل سياستونه قومي بڼې ته محدود او پيل يي کړل.

د سرحدونو او قبايلو چارو سر پرست وزيرعبدالغفور ليوال سره د نوشابې اشنا مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:35 0:00

XS
SM
MD
LG