د لاس رسي وړ اتصالات

ابدالي: پاکستان دی د بدلون نوې لړۍ پيل کړي


د جنوبي اسیا لپاره د امريکا د ستراتيژۍ يوه برخه د امريکا او هند تر منځ د همکارۍ پراختيا ښودل شوی.

ولسمشر ټرمپ د امريکا د امنيت او اقتصاد په برخه کې هند د امريکا کليدي همکار وباله.

د هند لپاره افغان سفير شيدا احمد ابدالي امريکا غږ اشنا سره په مرکه کې وويل ،هند اوامريکا دواړه د افغانستان ملگري هيوادونه دي او ښې اړيکي لري، د هند او امريکا ښې اړيکې پرافغانستان ښه او مثبت اغيز کوي.

ښاغلي ابدالي د ولسمشر ټرمپ دی خبری ته په اشاری چې په افغانستان کې يی د هند د مرستو ستاينه کړی زياته کړه دا غږ به هند وهڅوي چې د افغانستان سره خپلې مرستې لازياتې او دوامداره کړي.

افغان سفير پر پاکستان غږ وکړ چې د بدلون نوې لړۍ دی پيل او د ټرمپ غږ دی واوري.

پرافغانستان د هند او امريکا د اړيکو په اغيز نوشابې اشنا د هند لپاره د افغانستان له سفير شيدا احمد ابدالي سره مرکه کړې ،هغه په پيل کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امريکا په ستراتيژۍ غږيږي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:31 0:00
XS
SM
MD
LG